د ویکيلیکس بنسټ ګر په سفارت کې تر ۷ کاله پناه وروسته ونیول شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د مشهورې ویب پاڼې «ویکيلیکس» مشر جولیان اسانج چې له تیرو ۷ کلونو راهیسي يې په برتانیه کې د اکوادور په سفارت کې سیاسي پناه اخیستې وه، نن د پنجشنبې په ورځ بالاخره د سفارت دننه څخه ونیول شو او بندي خانې ته ولیږل شو.

د اکوادور په سفارت وروسته تر هغه پولیس ور ننوتل او نوموړی یې ونیوی، کله چې دغه هیواد په رسمي ډول د نوموړي سیاسي پناه لغوه کړه، او پولیسو ته یې خبر ورکړ.

جولیان اسانج ۴۷ کاله عمر لري، اوه کاله تر مخه د اکوادور پخواني حکومت وروسته تر هغه په خپل سفارت کې سیاسي پناه ورکړه، کله چې نوموړي د امریکا د پوځ، بهرنیو چارو وزارت او په نورو هیوادونو کې د سي آی ای پخواني پلانونه او پټ اسناد افشا کړل.

د نوموړي د شهرت وروسته په سویډن هیواد کې ځینو ښځو پر هغه د جنسي تجاوز تور پوري کړ او د سویډن حکومت بیا د برتانیې څخه د هغه د رسمي نیولو غوښتنه وکړه، د برتانیې حکومت د هغه د نیولو امر صادر کړ او نوموړي د اکوادور په سفارت کې پناه واخیسته.

جولیان اسانج د جنسي تجاوز موضوع پر ځان تهمت وباله خو هغه مهال یې ویره څرګنده کړې وه چې برتانیه به یې سویډن ته تسلیم کړي او سویډن به یې امریکا ته تسلیم کړي، ځکه چې امریکا هم د هغه د نیولو امر صادر کړی وو.

نوموړي ته د اکوادور پخواني ولسمشر «رفاييل کوریا» پناه ورکړې وه، خو په کال ۲۰۱۷ مئي میاشتې کې د نوي ولسمشر ټاکل کېدو وروسته د اکوادور حکومت او جولیان اسانج تر منځ اړیکې ترینګلې شوې چې بالاخره دغه اختلافات ددې سبب شوه چې نوموړی د لندن پولیسو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د برتانیې پولیسو څو ځله د سفارت دننه څخه د هغه د نیول کېدو کوشش وکړ خو د دیپلوماتیک مصؤونیت له امله یې ونه شو کړای چې سفارت ته دننه ورشي.

د نوموړي د نیول کېدو ویډیو:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د