سمنګان چارواکي: شاوخوا ۶۰ تنه «مسافر» وسله‌والو وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د سمنګان ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت په مربوطاتو کې وسله‌والو شاوخوا ۶۰ تنه «مسافر» وړي دي.

د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد هاشم بیان وايي پېښه د دره‌صوف – مزار پر لار شوې ده، خو د پېښې د عاملینو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی رازمحمد موحدي بیا وايي، چې دغه کسان «طالبانو» وړي دي.

هغه وايي سپرلۍ د سمنګان د دره‌صوف او د بلخ د کشنده ولسوالیو تر منځ له موټرو ښکته کړل شوي دي.

تر اوسه د پېښې د جزییاتو په اړه خپلواکو سرچینو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د