افغانستان

اتمر هم، د هلمند پېښه غندلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر هم هلمند کې شوې پېښه غندلې او په وینا يې «حکومت باید وضاحت ورکړي!»

د اتمر د ټاکنیز ټیم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې له مېرمنو سره هر ډول ناسم چلند له «اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو» سره ټکر بللي دي.

اتمر چې امنیت شورا کې د سلاکار په توګه يې له مقررۍ څو ساعته وروسته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، لا هم پر یاده پېښه شکمن برېښي او لیکي چې حکومت باید وضاحت ورکړي، چې خلک پوی شي چې «رښتیا څه دي؟»

amniati_troon
د امنیتي تړون د لاسلیک شېبې

د روانې اوونۍ په سر کې د هلمند په باباجي سیمه کې ګډو ځواکونو پر ملکي کورونو او یو روغتيايي مرکز چاپه ووهله، چې پکې د ډاکتر اسد په نوم یو تن وژل شوی او د هغه د کور دوه مېرمنې يووړل شوې.

د دې پېښې په غبرګون کې د هلمند سلګونو اوسېدونکو لاریون وکړ او دا يې د دولت له لوري «ناموس ته لاس غځول» وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا ګوډ شيطان د مظلومانو په زخمونو مالګې دړوي.

سیدزرغون شاه آغا

دا دوه ګوډان(اتمراوبیقانونه)فکر چی د یوی اعلامیی په خپرولودامظلوم ولس وغلوی او رایی ترلاس کی. ای ګوډانو په عمل کی یوڅه وکړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x