طالبان: د دولت لوړپوړي چارواکي د تسلیمۍ لپاره اړیکي نیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په ټول هېواد په تېره بیا بادغیس کې پر دولتي عسکرو او مامورینو د تسلیمۍ غږ کړی او ويلي يې دي، چې غېږ يې ورته خلاصه ده.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په خپره کړې «ابلاغیه» کې لیکلي چې جهاد بریالی او ثمرې ته رسېدونکی دی، نو دغه کمیسیون په ټولو دولتي کارکوونکو په تېره بیا بادغیس کې محاصره عسکرو غږ کوي «چې د خپلو پردي پالو مشرانو پر دروغجنو شعارونو مه تېروځئ او د خپل ژوند او تاریخ ژغورنې په موخه د اسلامي امات مسؤلینو ته ځانونه وسپارئ!»

دې ابلاغیه کې ټیټ پوړو مامورینو ته ور یاده شوې چې مشران یې یا هم بهرینو هېوادونو کې خپلو کورنیو ته ستنېږي یا هم «اسلامي امارت ته د تسلیمېدو لپاره اړیکي نیسي.»

طالبانو پر عسکرو او دولتي مامورینو غږ کړی چې همدا «زرین فرصت» دی او باید د حکومت «له شړېدلو لیکو» را بېل شي.

طالبانو د مثال په ډول د کوم لوړپوړي چارواکي یادونه نه ده کړې، خو خواله رسنیو، رسنیزو بحثونو، غونډو او جلسو کې د طالب پر ضد د ګڼو هغو لوړپوړو اوسنیو او پخوانیو چارواکو په څرګندونو کې ژور توپیر ښکارېږي، چې وړاندې به د طالبانو پر وړاندې په توند غبرګون مشهور يادېدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د