د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیسته وتلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): د هغو طالب مرکچیانو نومونه چې په دې وروستیو کې د امریکا سره په مذاکراتو بوخت دي، د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه موقتي وتلي دي او د دایمي وتلو ژمنه یې هم شوې.

نن ټکی اسیا ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټیم یوې نیژدې سرچینې ویلي چې په تیرو مذاکراتو کې امریکا له طالبانو سره وعده کړې وه چې د دوی د مذاکراتي ټیم د غړو نومونه به د ملګرو ملتونو د تور لیست څخه په موقت ډول باسي او د دایمي ایستلو لپاره به یې قانوني لاري چاري په کار اچوي. د سرچینې په وینا، له وعدې سره سم په لومړي پړاو کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند په ګډون د ټول مذاکراتي ټیم د غړو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لسته په موقتي ډول وتلي دي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم یوه غړي هم د دغه خبر پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې د مذاکراتي ټیم د غړو او ملا برادر اخوند نومونه له تور لسته وتلي دي. د نوموړي په وینا، دا پريکړه فعلا د نهو میاشتو لپاره ده خو د دایمي ایستلو لپاره هم وعده ورسره شوې ده.

په ۲۰۰۱ کال د امریکا له لوري د طالبانو د حکومت تر نړولو او د افغانستان له نظامي اشغال وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالب مشرانو نومونه په تور لیست کې شامل کړل.

سرچیني نن ټکي اسیا ته داسي رسمي اسناد هم وښودل چي ښه یې یاد کسان د ملګرو ملتونو له تورلست څخه وتلي دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن ټکی اسیا ته د دې خبری پخلی وکړ چی د مذاکراتي ټیم غړي او د دوی سیاسی مرستیال او د سیاسی دفتر مشر ملا برادر د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وتلي دي.

له تور لیست څخه د مذاکراتي ټيم د غړو د نومونو وتل دطالبانو یوه له هغو غوښتنو وه چې تل یې په خپلو بیانیو او کانفرانسونو کې تکرار کړې وه او د مسکو په وروستۍ غونډه کې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د ملګرو ملتونو تور لیست ختمول د مذاکراتو د پرمختګ لپاره یو اړین ګام بللی وو.

تر اوسه په دې اړه په کابل کې د اشرف غني د حکومت موقف نه دی څرګند شوی، خو نوموړي څه موده وړاندې هڅه کړې وه چې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د طالبانو د نوي مشر په شمول د ځینو نورو مشرانو نومونه هم شامل کړي.

که څه هم داسي ویل کیدل چې د ملګرو ملتونو د تور لیست څخه د نومونو ایستلو لپاره د کابل حکومت موافقه لازمي ده، او ګمان کېده چې تر څو طالبان او د کابل حکومت مخامخ مذاکرات نه وي شوي، تر هغو به دا کار ناشونی وی، خو داسي ښکاري چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو سره په سلا مشوره د طالبانو نومونه له تور لیست څخه ایستلي دي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي او ملا برادر اخوند ته ډیرې نیژدې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې تر دې وروسته به د طالبانو مذاکراتي ټیم وکولای شي چې هر لوري ته ازاد سفر وکړي، د بهرنیو هیوادونو سره د سولې اړوند، خپلو راتلونکو پلانونو په اړه سلا مشورې وکړې او همدارنګه د سولې په مذاکراتو او کانفرانسونو کې ګډون وکړي.

د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې لاندي کسان شامل دي، چي د اکثرو نومونه د ملګرو ملتونو په تور لیست کې وو:

1. شیر محمد عباس ستانکزی (د ټیم مشر)
2. مولوي عبدالسلام حنفي
3. ملا امیر خان متقي
4. مولوي شهاب الدین دلاور
5. ملا خیرالله خیرخوا
6. ملا محمد فضل مظلوم
7. ملا عبدالحق وثیق
8. ملا نورالله نوري
9. مولوي محمد نبي عمري
10. ملا عبداللطیف منصور
11. مولوي مطیع الحق
12. ملا عبدالمنان عمري
13. مولوي ضیاء الرحمن مدني
14. انس حقاني

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

پرع اوغ یو بل سیاسی ګذار

وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

داسې ښکارې چې د امریکا او طالبان تر منځ ټول توافقات شویدې، یوه یوه فقره یې وخت په وخت را ښکاره کیږې