سرې وینې بهوونکي، قطر ناستې ته سرې کرښې ترسیموي

جعفر  “عمر یار”

د مسکو د بین الافغاني غونډې له دایردو راوروسته په کومه کې چې د افغان حکومت نړیوال حقوقي او قانوني پرستیژ ژور زیانمن شو، افغان حکومت د قطر راتلونکې غونډې ته په پرله پسې ډول د چمتوالي هڅې روانې کړې. څو ورځې کیږي چې په ارګ کې د پخلاینې د رهبرۍ شورای د غړو ټاکلو په اړه خبرې اترې روانې دي، ښایې د پوره چمتوالي نیولو په موخه  د قطر غونډه د اپرېل میاشتې تر نولسمې نېټې ځنډېلې وي.

په ارګ کې طالب ضد څېرو او ډېری چارواکو ترمنځ په دې مناسبت غونډې تر سره کیږي چې د قطر ناستې لپاره د حکومت په استازیتوب د بې پرې افغاني هیئت په ترکیب کې خپل غړي ځای په ځای کړي؛ ځکه نو د اجرائیه رییس په سلا د پخلاینې د رهبرۍ شورا په نوم د یو ټیم د جوړولولپاره کار پیل شوی. په لومړي سر کې دغه ټیم و ټاکل شو او د غړو د نومونو لېست یې هم را برسېره شو، چې پکې سیاف ته دا دنده ورسپارل شوه؛ ترڅو د قطر په غونډه کې د طالبانو په وړاندې د حکومت د سولې سرې کرښې و ټاکي. اما وروسته د دغه ټیم او د غړو په ترکیب کې یې د نورو کسانو د ورګډولو په منظور د دغه ټیم غونډې تر راتلونکې شنبې ورځې پورې وځنډېدې؛ ځکه د ولسمشرۍ لپاره د اکثریت نوماندانو ټیمونو نوموړی ترکیب په یوه اړخ پورې تړلی وباله او ګواښ وکړ چې نوموړی ترکیب ورته د منلو وړ نه دی.

د مسکو له بین الافغاني غونډې او د قطر له غونډو را وروسته، امریکایانو، افغان حکومت او ددوی نورو فکري او جګړییزه ملاتړو او سلاکارانو دا وپتېیله چې د نظام له اړخه په تېرو غونډو کې چې څه کمښت حس شو؛ هغه داوو چې سره له دې چې تېرو غونډو ته د حکومت له اړخه داسې کسان ورغلي وو چې د ماسټرۍ او دکتورا تر کچې یې لوړې زده کړې وې او د افغانستان په سیاسي او جګړه ییزه بهیرونو کې پېژندل شوې علمي او جګړه ییزې څېرې وې او په دې سربېره یادو غونډو ته له پوره چمتوالي سره ورغلي وو؛ اما بیا هم د طالب استازو له خوا چې حتې د لوړو زده کړو درلودونکي هم نه وو د د یوې اعلامیې د وړاندې کولو سره تر اغېزې لاندې راغلل. حتې ډېری شنونکو خو دغه کنفرانس د حکومت په وړاندې د طالب استازو دسیاسي کودتا په نوم ونوماوه. د کنفرانس په درشل کې طالب استازو کنفرانس په خپله یوه اعلامیې سره په خپله ګټه داسې وڅرخاوه چې هېچا د افغان دولت د پلاوو اکاډمیکو څېرو او خبرو ته پام نه وو، هر ژورنالېست او ګډونوال یواځې پر طالب استازو سترګې خښې کړې وې.

حکومت، امریکایانو او ددوی نورو نړویواله فکري او سیاسي ملاتړو دا ځل داسې پرېکړه کړې تر څو په قطر په غونډه کې د مسکو د غونډې په څېر له شرموونکې سیاسي ماتې سره مخ نه شي، نو اوس یې وار له مخه داسې کارونه پیل کړي ترڅو قطر ته د تلونکي پلاوي په ترکیب کې داسې کسان شامل کړي چې د طالبانو له فکر سره بلدیت ولري، منحرف شوي شرعي دلیل وړاندې کړی شي،او ورسره په خوا کې د طالبانو په وړاندې د عقده یی مخینې درلودونکې وي؛ ترڅو د طالبانو د اسلامي داعیې په وړاندې منحرف شوی فقهي استدلال وکړي؛ نو ځکه د پخلانی د رهبرۍ شورا په نوم ټیم کې پخواني جګړه مار سیاف او همدا رنګه حکمتیار ته استازيتوب ورکړل شوی دی او ځینې داسې ګونګوسې هم شته چې همدغه استازي باید د سولې د مشورتې جرګرې له فلتر هم تېر شي، ترڅو د ډېموکراتانو په اصطلاح له پوره قانونیت او تقدس څخه برخمن شي.

د پخلاینې د رهبرۍ شورا په خپله لومړنۍ غونډه کې سیاف ته دنده وسپارله، چې له طالبانو سره د حکومت دسولې سرې کرښې ترسیم کړي. د غربي مفکرینو، افغان حکومت او د دوی د نورو نړیواله سیاسي او فکري سلاکارانو له انده سیاف د خپل منحرف فقهي او طالب ضد عقده یی دریځ په در لودلو سره کولای شي ترڅو د قطر راتلونکې غونډې ته د حکومت د استدلال داسې چوکاټ او سرې کرښې ترسیم کړي؛ ترڅو دوی وکولای شي د قطر راتلونکې غونډه کې د طالب استازو په وړاندې استدلال پرې وکړي؛ یا خو لږ ترلږه له فکري او منطقي اړخه په غونډه د اړخونو د استدلال انډول رامنځ ته شي او د اسلامي هېوادونو په مطبوعاتو کې د کابل د رژیم شرعي او حقوقي حیثیت له بدرنګۍ وژغوري.

دا چې سیاف څو ځله د مخکنیو جګړه ییزو څېرو د مړینې په نمانځغونډو کې ویلې وو چې د سولې په خبرو کې د ده په اصطلاح باید مجاهدین له پامه ونه غورځول شي، ځکه دا جګړه مجاهدینو پیل کړې او هغوی کولای شي چې د نظام له آدرسه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي او نظام ته ډېر امتیاز په لاس راوړي. همدارنګه د تېرې سې شنبې په ورځ مایک پامپو د امریکا د خارجه چارو وزیر د سنا مجلس ته په یوه غونډه کې وویل: داځل به سولې خبرو کې د افغانستان دولت مرکزي رول ولري. دغه ټولو قرینو او نښو ته په کتلو سره امریکا او افغان دولت غواړي چې د قطر راتلونکې غونډې ته د بې پرې ټیم په ترکیب کې داسې څېرې ځای په ځای کړي چې په مټ یې د نظام د قانونیت له پرستیژه دفاع وکړي او د مسکو په غونډه کې د سیاسي حیثیت بایلل جبران کړي.

اما افغان حکومت او د دوی نړیوال ملاتړي یې ددې لپاره چې یواځې په جګړه ییز او سیاسي ډګرونو کې انډول رامنځ ته کړي، هم مهاله او همغږه، فکري، نظامي، استخباراتي، رواني او رسنیزه جګړه تر هر بل وخت چټکه کړې . ټول غربي هېوادونه، امریکا، ناټو، تش په نوم اسلامي هېوادونه له یوه اړخه نه له یوه اړخه د طالب په وړاندې په دغه جګړه کې ښکېل دي او خپله ونډه لري. امریکایې ځواکونه او ناټو د افغان ځواکونو په روزلو، جګړه ییزه مشورو ورکولو بوخت دي، عربي او تش په نوم اسلامي هېوادونه د افغان نظام په وړاندې د ولس د آتلس کلنې مبارزې د نا مشروعیت تر عنوان لاندې د تش په نوم درباري علماوو کنفرانسونه دایروي؛ ترڅو د نوموړې جګړې فقهي او شرعي حیثیت یو څه راټیټ کړي، اما له دې ټولو هڅو سره سره بیا هم د کابل  رژیم د واک دایره ورځ تر بلې کمیږي، هره ورځ په اوسط ډول په لسګونو ځانګړي روزل شوي عسکر وژل کیږي، په همدې شمېر تسلیمږي او د واک دایره خو لا تر دې کچې پرې راتنګه شوې چې جګړې په ښارونو ور داخلې شوې ، لويې لارې د طالبانو په واسطه چاڼ شوې له ښارونو تر جګړه ییزه مراکزو ډېری اکمالات د هوا له لارې تر سره  کیږي.

الله سبحانه و تعالی د دوی په هکله داسې فرمایي: أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّا نَأْتِي الأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ. ۴۱، رعد. [ژباړه: مګر ( دغه کافران او ددوی ملاتړي) نه پوهیږي چې مونږ په ځمکې سره راتګ کوو (او  د دوی  د واک جغرافیه) د هغوی ګرد چاپېره  را تنګوو( د کافرانو له جغرافیې را کموو او د مسلمانانو په جغرافیه یې ور ډېروو)، او الله حکم کوي ( په داسې حال کې چې) د حکم په وړاندې یې هېڅ خنډ نشته او دی ( الله سبحانه و تعالی) تېز حساب کوونکی دی.]

دوی به خپله ټوله ځیرکتیا، تدبر، اندونه او پانګې د مسلمانانو د ځپلو لپاره په کار واچوي او بې پایلې به شي؛ ځکه د دوی جګړه له الله سبحانه و تعالی سره ده، او الله سبحانه و تعالی د دوی د پانګو د مصرفولو په اړه داسې فرمایي: إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ. ۳۶ آیت، د الأنفال سورت.[ژباړه: په تحقیق سره هغه کسان چې کفر یې کړی خپل مالونه ددې لپاره مصرفوي؛ ترڅو (خلک) د الله سبحانه و تعالی له لارې واړوي، زر ده چې دوی به خپل مالونه مصرف کړي (اما) ورو سته به د دوی د پښېمانۍ لامل شي او وروسته به ماتې هم وخوري او هغه کسان چې کفر یې کړی، دوزخ ته به واچول شي.]

په خپلو ټولو جګړه ییزه توکو به له ټول ځواک سره د مؤمنانو په وړاندې جګړه وکړي. درباري، اوښتي او لار ورکي علماء او لیکوالان به کرایه کړي. خپل ټول مکرونه، حیلې او دسیسې په کار وا چوي؛ اما دا هرڅه به پایښت او دوام ونه کړي؛ ځکه الله سبحانه و تعالی د دوی د مکر په اړه فرمایي:الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفاً ‏. ۷۶ آیت، د نساء سورة. ژباړه[هغه کسان چې اېمان یې راوړی ، د الله په لاره کې جګړه کوي ،او هغه کسان چې کافران شوي ، د طاغوت په لاره کې جګړه کوي ؛ ځکه نو د شیطان د ملګرو په وړاندې جګړه وکړئ. بې ګمانه چې د شیطان چل او دوکه کمزورې ده.]

دوی به ځپل ټول فکري او رسنیز مرکزونه په کار واچې ترڅو په مجاهدینو پسې ډول ډول تورونه وتړي، بدې او غیر شرعي کړنې مجاهدینو ته منسوبې کړي. ملامت یې کړي، بد نومونه او ټاپې پرې ولګوي ؛ اما دا هرڅه به د مسلمانانو په ټینګ عزم او صبر سره خنثی، بې پایلې او بې اغېزې شي؛ ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي:لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيراً وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ . ۱۸۶ آیت، د ال عمران سورت.‏ ژباړه [په حتمي توګه په خپلو مالونو او ځانونو کې تر آزموینې لاندې راځئ او حتما د هغه کسان له خوا چې له ستاسې مخکې ورته کتاب ورکړل شوی دی او د هغه کسانو له خوا چې مشرکین دي لویې ځورونې در آورول کیږی( نا خوښ کارونه او خبرې به ځنې آورئ ) اما که چېرې ( د مالي او ځآني آزموینو په وړاندې) صبر وکړئ او( له هغه څه نه چې باید پرهېز وشي ) ځان وساتئ ،  (ښایسته کارونه همدغه دي او) دغه هغه چارې دي چې باید په تر سره کولو کې یې پرېکنده اراده وکړئ او په ترسره کولو کې یې هڅه وکړئ.]

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الله(ج) دی آخره راسمه کړی
سياف به بيا په دا لو او سپينه ږيره د منافقينو ، مفسيدينو ، فاسقينو ، خاينينو ، غلو ، فاحشو …… او د افغانستان په تاريخ کی د تر ټولو بدو دفاع به کوی او هيڅ د ذليلی احساس به هم نه کوی .
خو که سياف اوس هم پوه شی او توبه وکړی زمونږ خالق ډير بخښونکی دی .

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

زماپه نظرصلح هسی یوه دسیسه ده بیله داسی شکسته لکه روسیه چه وتښتیده بله لارنسته جهادترخبرومهم دۍ ولی دکفارواوملحدینواومسلمانانوصلح ناشونی ده.چه یی فکرستاله فکره مخالف وی ……شپه اوورځ که درسره وی اشناندۍ. ولی کفاراوس پرافغانستان خپل ځانونه دافغانی کفارپه واسطه قابض بولی او دافکرنه کوی چه افغانی کفاراوخارجی کفارهیڅ فرق نه لری دافغانی مسلمانان قوت اوغیرت په اسلامی عقیده کی دۍ چه الله یی ملګرۍ دۍ