سره صلیب په ټول افغانستان کې خپل فعالیت متوقف کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سره صلیب او د صحت نړیوال سازمان پر فعالیتونو بندیز ولګوی، د سره صلیب ادارې ویلي چې دوی په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ځنډولي دي.

د سره صلیب ادارې ویلي چې طالبانو ددوی پر فعالیت بندیز لګولی دی، ددوی څخه یې امنیتي تضمین اخیستی دی، دوی چې خپل د کارکوونکو د امنیت اندېښنه لري، نشي کولای چې په دغه سي وضعیت کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د طالبانو نظامي کمیسون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سره صلیب او د صحت نړیوال سازمان د «واکسین» پر پروګرام بندیز لګولی وو.

طالبانو نن یو ځل بیا د نظامي کمیسون په حواله خبرپاڼه نشر کړه او وې ویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله پيچلی وضعیت را منځته شوی او په داسي ستونزمن حالت کې ځیني موسسې خپل کار د خپلو تعهداتو سره سم نه عیاروي چې له امله یې ددوی تر واک لاندي سیمو کې د سره صلیب نړیوالې ادارې فعالیت بند او نور امنیتي تضمین څخه برخمن نه دي.

طالبانو د صحت نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) هم د واکسین کمپاین په اړه شک څرګند کړی او ویلي يې دي چې د امنیتي ملحوظاتو تر څنګ یې ځیني مشکوک حرکات تر سترګو شوي، ځکه یې تر امر ثاني پوري په ټول هیواد کې بندیز باندي لګولی دی.

باید وویل شي چې طالبانو تېر کال هم د سره صلیب پر فعالیت باندي بندیز لګولی وو خو بیا یې د ددغې ادارې سره تر تفاهم وروسته بیرته د فعالیت اجازه ورکړې وه.
سره صلیب ادارې ویلي چې دوی به د طالبانو سره د خبرو له لاري دغه موضوع یو ځل بیا مطرح کړي.

د سره صلیب اداره:

د سره صلیب اداره په کال ۱۸۶۳ کې جوړه شوې، او د کار ساحه یې د شخړو پر مهال د جګړې اړوند اړخونو ته کومک رسول دي، چې په هغو کې د بندیانو وضعیت څارل، د ټپيانو او مړو انتقال، په عمومي ډول د جګړې اړوند صحي سامان الات او دواوي ویشل، د جګړو په ډګر کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د متخاصمو ډلو سره اړیکه کې پاتې کیدل او هغوی ته لازمې لارښونې کول وغیره شامل دي.

سرصلیب اداره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي کار نه کوي، بلکې مستقل تر ملګرو ملتونو مخکې تاریخ لري، او بنیاد یې هم د شخړو پر مهال د ټپیانو، مړو او بندیانو خراب وضعیت له امله ایښودل شوی.

د سره صلیب اداره د یوې خیریه موسسې حیثیت لري، دوی د مرسته کوونکو هیوادونو ، تنظیمونو او شخصیتونو څخه پيسې را ټولوي او بیا یې په هغو هیوادونو کې مصرفوي چې یې اړتیا ویني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د