هلمندي خویندو ته!

محمد امين بسمل

ملالې اوښکې تویولې بېګا
بېګا وې بیا چاپې راغلې بېګا

وېل بې غیرتو پښتنو چېرې واست ؟
درنه یې ښځې چې بیولې بېګا

دعبدالله او غني تود و محفل
ورته لوڅ کونې نڅېدلې بېګا

د اریانا سعید تر څنګ بي بي ګل
لاس ته راوړنې یې شمارلې بېګا ؟

له حکمتیار اوسیاف مه کړئ ګیله
د فرېب تسبېح یې اړولې بېګا

کرزي اوځینې سیاستوال دوسان
بیا څه نقشې تیارولې بېګا ؟

له انسانیته لرې لرې خلګو
بیا دروازې الوزولې بېګا

دا مدعیان د بشري حقونو
بوینې خولې یې وې ګنډلې بېګا

وطن دښمن ژورنالستان چېرې وو
بیا یې ډالرې ټولولې بېګا

دا و د اتلسو کلونو سوغات ؟
چې مو تورسرې سپکېدلې بېګا

د پرديپالو لیږه کو له لاسه
د رسوايي څپې راغلې بېګا

ای شهوتي شاعره ته چېرې وې؟
کومې ډمانې دې ستایلې بېګا

ګوتې دې شلې شه بې ننګ لیکواله
بیا دې پیسې حسابولې بېګا

طالب لالی مې په باګرام کې بندي
که نه فرقې یې ماتولې بېګا

موږ نارینه باید بنګړي په لاس وای
چې زموږ خویندې لوټېدلې بېګا

غرېو وم نیولی سا مې بنده بنده
سلګۍ مې ټوله شپه وهلې بېګا

ها په جمرود کې ببر سرې خویندې
دا ځل بې تېغ حلالېدلې بیګا

اولس دښمن غني ته داسې وایاست
د دار تسمې خویندو اوبدلې بېګا

بسمله څه دې چې له وسه کېده
هغه جملې تا دي لیکلې بېګا

ملالې اوښکې تویولې بېګا
بېګا وې بیا چاپې راغلې بېګا

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
MHA
میلمه
MHA

Hit the spots, unbelievable, May Almighty Allah(J) bless you, thanks for posting.