افغانستانخبرونه

طالبانو د «الفتح» په نامه نوي پسرلني عملیات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د جګړې د ۱۸ پسرلي له رارسېدلو سره سم ددې جګړې یو قوي اړخ «طالبانو» د یاد پسرلي هرکلی په نظامي عملیاتو کړی، د طالبانو په وینا؛ که څه هم دوی  اوس په یوه لوړ مؤقف کې قرار لري او تر نیمايي زیات افغانستان یې تر واک لاندې دی خو بیا هم له دې امله چې هیواد اشغال دی او د فساد رېښې پکې  وچې شوې نه دي، دوي نظامي مبارزه روانه ساتي او د همدې موخې د ترسره کېدو لپاره یې د «الفتح» په نوم یې نوي عملیات اعلان کړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « زموږ جهادي وظیفه لا هم سرته نه ده رسیدلې، د هیواد زیاتره سیمې که څه هم له دښمن څخه ازادې شوي دي خو زموږ په اسلامي هیواد کې لا هم بهرني اشغالګر ځواکونه پوځي او سیاسي حضور لري. هغوی نه یواځې د هیواد سیاسي واک په کنترول کې لري؛ بلکې له لویو پوځي اډو څخه شپه ورځ په هیوادوالو بمبارۍ کوي، د داخلي روزل شویو غلامانو په مرسته چاپې وهي، خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي او په بیلابیلو طریقو زموږ اولس ځوروي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي «ورسره يې د کابل ادارې په وسیله د افغان وژنې، اشغال غزولو او د اسلامي نظام د مخنیوي لپاره د روان ۱۳۹۸  لمریزکال د حمل  په لومړۍ نيټه د خالد په نامه عملیات  اعلان کړل، دا کار پخپله د دې ګواهي ورکوي چې دښمن لا هم غواړي چي دزور له لاري خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، ځکه خو د بشپړ اسلامي نظام په مخ کې د شګو بندونه جوړوي».

د اعلاميې په بنسټ «دا چې له خپل دین، خپلي خاورې، خپل سر، مال او ناموس څخه دفاع او ساتنه لازمه ده او له پردي  ښکیلاک څخه د اسلامي هیواد بشپړه آزادي جهادي فریضه ده، اسلامي امارت د همدې جهادي فریضې د تکمیل په موخه د نوي هجري شمسي کال په رابریدو سره د ( الفتح) په نوم جهادي عملیات اعلانوي».

د طالبانو په وینا؛ په دې عملیاتو کې به یې ډېر تمرکز د ښارونو په نیولو او له مقابل اړخ څخه د سیمو په تصفیه کولو راټول وي خو له دې سره سره، یې په خپلو جنګیالیو تاکیدکړی چې د هغو عسکرو غم دې وخوري چې ددوی په خبره په «باطل» صف کې ژوند له لاسه ورکوي او تر وسه دې هڅه وکړي هغوی د دعوت له لارې د خپل صف پرېښودلو ته اړ باسي.

طالبانو همدا راز  له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د نویو عملیاتو د پیل په موخه دې نیتونه پاک وساتي او له اشغال او فساد څخه د هیواد خلاصون او تصفیه ، د هیوادوالو خدمت ، د اسلامي نظام قیام او د عام المنفعه تاسیساتو او سرچېنو ساتنه دي خپله وجیبه وبولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د پاک الله(ج) په پيرزوينه ، د زړه ورو مجاهدينو په زور او د موئمن او زوريدلی ولس په کومک او دعاو مو لويه او روښانه فتح په نصيب شه .

غمی،پښتین

جوړ تازه.
عام ولس د ځان ژغورنی عملیات د تیښتی په نوم اعلان کوی
مومن عام ولس چه تش لاسی دی. او د ځان دفاع په خاطرچه تیښته ده بله لاره یی نشته په خورا زړه ورتیا سره اعلان وی.
د تیښتی عملیات .له خالید،دولتی عملیات او الفتح د طالیبانو عملیاتو څخه ورسته اعلان کیږی.
پښتون.مسلمان.هغه څوک دی چه ځان و ساتی.او د تیښتی په لاره کی کامیاب شی

عبدالوا حد اڅګزۍ

الله ج په قرآنکریم کی فرمایی کله چه له دښمن سره مخامخ سۍ ټینګ(کلک)اوسیږۍ صبرکوۍ الله ډیریادوۍ فتح به مونصیب سی.

وحیدالله غزنوي

افغانستان ته تباهی، ورور وژنه، اشغال او نفاق له دغه بدمرغه جنګونو او اختلافاتو ور رسیدلی ده، نفاق او جنګ د دغه بدبختیو د له منځه وړلو سبب نشې کیدای بلکه ۴۰ کلنې تجربې وښوده چې روان جنګ به نوره بدبختیانې، نوي ربړونه او اشغالونه زیږوي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x