افغانستانخبرونه

خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د ازبکستان له هڅو مننه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د خپلو سفرونو په لړ کې دا ځل ازبکستان ته تللی او هلته یې ددې هیواد له ولسمشر او بهرنیو چارو له وزیر سره ناستې کړې.

زلمي خلیلزاد ددې سفر اړوند په خپل ټویټر لیکلي « د ازبکستان له دروند ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر عزیز کاملوف سره مې وکتل، د افغان سولې د لاسته راوړلو په برخه کې مو د سیمې په رول خبرې وکړې او ددوی له لوري د افغان سولې د مذاکراتو د کوربه توب له وړاندیز مې مننه وکړه».

خلیلزاد داسې مهال د «ازبکستان» له چارواکو سره ګوري چې څه موده وړاندې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز وکړ که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي دوی به یې کوربه توب ته راوړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې؛ ازبکستان په دې وروستیو کې د افغان سولې په برخه کې یو له فعالو هیوادونو څخه دی، څه موده وړاندې د قطر دفتر د مشر په حیث د ملا برادر اخند د ټاکل کېدو سره سم د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته ورغی او د ناستې د جزئیاتو په اساس؛ عزیز کاملوف له ملا برادر اخند سره ژمنه وکړه چې که افغانستان ته سوله راشي هیواد به یې د افغانستان په بیا رغونه او د سترو پروژو په پیلولو کې هڅې ونه سپموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x