fbpx

بیجینګ: نړیوال دي دترهګري په وړاندی دپاکستان مرسته وکړي

china_flag (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۶) چین یو یوار بیا له اسلام اباد سره دخپلي دوستي ژمنه تکرار کړه، بیجینګ په  داسي وخت کي  پرنړیوالو له پاکستان سره دمرستي ږغ وکړ چي له یوي خوا دامریکي په حکومت کي ډیرلوړ رتبه چارواکي پاکستان دنړیوالي ترهګري ډلی القاعدي سره په مرسته تورنه وي اوله بله لوری پاکستان په عالمي سطحه یواځی ښکاري. خو دپاکستان همیشني دوست چین یوار بیا دلته له پاکستان سره خپله وفاداري وښوده، چینایانو زیاته کړه پاکستان دترهګري په خلاف جکړه کي بی ساري قرباني ورکړي دي په زرګونو عسکریی له ترهګرو سره په جنګ اخته دي، دیر عسکر یی درواني جګړي قربانیان شویدي، نړیوال باید دترهګري په  خلاف جنګ کي دپاکستان پرهڅو باندي سترګي پټي نکړي،

مونږ دترهګرو په خلاف دپاکستان دهڅو ملاتړ کوو او پاکستان دخپلوګډو په نظر کی نیولو سره دترهګرو په خلاف بهترینه سټراټیجي غوره کړی ده، دچین هیواد دپاکستان دسټراټیجي حمایت اومرسته کوي.
چین له پاکستان سره په داسي وخت کي دمرستي لاس غزه وي، چیري چي دري ورځي مخکي کي بارک اباما اعلان وکړ چي مونږ دامریکي دسمندري ځواکونو په خاصو عملیاتو کي دپاکستان په ایبټ اباد ښارکي اسامه ووژي،
دچین هیواد دامریکایانو له لوری داسامه وژل وستایل، لیکن زیاته یی کړه دترهګرو په وړاندي په جګړه کي دامریکایانو دطور طریقو ملاتړ نکوو، دترهګرو دځپلو لپاره باید دنورو هیوادونو دازادي اوخود مختاري درناوي وشي دچین دبهرنیو چارو دوزرات ویاندی زیاته کړه دنړیوال تروریزم په خلاف دامریکي دهڅو ستاینه کوو، لیکن دغه یی طریقه نه ده لکه څنګه چي امریکایانو غوره کړی دي.
له بلي خوا پاکستان حکومت هم په ایبټ اباد کي دامریکایانو له لوري داسامه دشهادت پخلي کړی دي، خو تیره ورځ دپاکستان دوسلوالو ځواکونو مشر پرویز کیاني دیوي خبري غونډی پروخت وویل، داچي امریکایانو دپاکستان په خاوره کي دننه عملیات کړی دي او دپاکستان هیواد یی په جریان کي نده اچولي مونږ سخت تحفظات لرو، نوموړي زیاته کړه کچیري بیا داډول عملیات تکراریږي ډیرسخت ردعمل به ولري، اوهر هغه هیواد چي دپاکستان دازادي او خودمختاري په لور سترګي برګي کړي غاښ ماتونکي ځواب به ورکول شي، پرویزکیاني وویل په تیرو عملیاتو کي مونږ ډیر وروسته خبرشو او مازمونږ دهوایی مدافع قواوو ته امرکړی وو ترڅو دبرید کونکو الوتکي را وغورځوي، خو داچي زمونږ دهوایی مدافع ځواکونو تیاري نیوله هغوي له پولو څخه اوښتي وي، په هر حال که په راتلونکي کي که دکوم یوه هیواد له لوري هم دارنګه عمل ترسره کیږي له سخت عکس العمل سره به مخ شي:
خو نن سهار یوځل بیا دامریکی دسنا مجلس دوسلوالو قواوو دټولني یوه لوړ رتبه چارواکي زیاته کړه، زه دا هیڅ نشم منلی چي پاکستان ته دي په خپله خاوره کي داسامه دموجودیت په اړه مالومات نه درلودو، نوموړي زیاته کړه نه یواځی اسامه بلکه پاکستانیان دملاعمر او دکوټي دشورای په اړه هم مالومات لري او ځیني پاکستاني چارواکو ملاعمر او دکوټي دشورای غړو ته په پاکستان کی پناه ورکړی ده.
بخت الرحمن بخت ……………….نن ټکی اسی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د