نړۍ

بلوچستان کوټه: چاودني 20 تنه وژلي او ۴۸ يې نور ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل): نن د جمعې په ورځ سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټي ښار په هزارګنجي سیمه کې چاودنه وشوه، چې له امله یې تر اوسه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۴۸ زیات کسان ټپیان دي.

سیمه ایزي رسنۍ وایی چې چاودنه د سبزیو یو مارکیټ ته څیرمه رامنځ ته شوي چېري چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

د کوټي د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه د چاودني پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې چاودنه د لیري څخه د کنټرولیدونکي ماین په وسیله ترسره شوي، او په وینا یې ۱۶ تنه ځای پرځای پکي وژل شوي، او دیرش نور ټپیان دي.

په پيښه کې وروسته د زیاتي مرګ ژوبلې راپور ورکول شو، د ډان نیوز د تازه راپور سره سم ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپیان دي.

د چیمه په وینا له پیښې سمدستي وروسته سیمي ته امنیتي او مرستندویه ګروپونه رسیدلي، او زخمیان یې د کوټي ملکي روغتونونو ته انتقال کړي دي.

بلخوا د پاکستان جیو تلویزون ویلي چې په یاده پیښه کې د یوه تن ایف سی ملیشه ترڅنګ ۸ تنه هزارګان هم وژل شوي دي. دغه تلویزون د زخمیانو په ډله کې ۴ تنه ایف سی ملیشه هم یاد کړي دي.

د جیو د راپور له مخي داسي ښکاري چې د چاودني هدف د هزاره ټولني وګړي وو.

باید وویل شي چې تر دې وړاندي هم په کوټه کې څو ځله پر هزاره ټولني ډېر خونړي بریدونه ترسره شوي، چې د زیاترو پیښو مسئولیت د جندالله په نوم یوې ډلي پرغاړه اخیستی.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو اعلان وکړ چې په کراچۍ ښار کې یې د اسحاق ګل په نوم د جندالله ګروپ یو مهم مشر نیولی دی.

بلخوا د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو ویلي چې برید پر یوه خاص قوم یا مذهبي ګروپ نه دی شوی، ځکه چې په پيښه کې پلوڅان او د ایف سي عسکر هم وژل شوي دي.

د هزارګنجي د پیښې پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخیستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x