تر کوټې وروسته په چمن ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل): د بلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې د چاودنې له امله تر اوسه د یوه کس وژل کېدو او لسو تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

د پاکستان رسنیو ویلي چې چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه، او هغه وخت یې چاودنه کړې، کله چې د سیمې څخه د ایف سي عسکرو موټر تیریدی.

باید وویل شي چې دا دوهمه چاودنه ده چې نن د جمعې په ورځ په بلوچستان ایالت کې را منځته کیږي.

لومړی چاودنه د کوټې ښار په هزاره ګنجي مارکیټ کې سهار مهال را منځته شوه چې له امله یې تر اوسه د ۲۰ تنو مړو او ۴۸ ټپيانو خبر ورکول شوی دی.

د بلوچستان ایالت وزیر اعلی جام کمال دواړي پيښې غندلي دي او د رسنیو سره یې په خبرو کې وویل چې د دواړو پيښو وروسته به په ټول بلوچستان ایالت کې امنیتي تدابیر سخت شي.

تر اوسه د دواړو پيښو مسؤولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د