غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زمزمې وې، ولولې وې، ستا د مینې ترانې وې
د سکون ورځې او شپې وې، هغه څۀ د خوند شېبې وې

ګلابونه مې یاران و، لاس په لاس سره روان و
څۀ نری نری باران و، ښکلاګانې مېلمنې وې

ستا د حُسن تلاوت و او د ښکلو امامت و
یو سپېڅلی بغاوت و، مستې مستې حماسې وې

زموږ لوړې ارادې وې، زموږ سترې حوصلې وې
زموږ پاکې عقیدې وې، زموږ زړونو کې جذبې وې

وې ملګرې مو رڼاوې، ماتېدې تورې بلاوې
چې راوړلې مو بریاوې، دعاګانې راپسې وې

نه مو دمه نه مو خوب و، زلمیتوب مو لېونتوب و
زموږ داسې مئینتوب و، معشوقې مو زولنې وې

خوشالي وه، سوکالي وه “خدرخېله” آزادي وه
څومره ستره نیکمرغي وه، څومره خوښې پرګنې وې

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۳۹۷/۱۰/۱۶

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د