ننګرهار: په شيرزادو ولسوالۍ له موټر بم وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ باندې د موټر بم بريدونو وروسته جګړه روانه ده چې اوس هم دوام لري.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې نن ماښام د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ په مرکز او د عسکرو
په بيس باندې سرتيري بريدونه شوي دي او له هغې وروسته سرتيري بريد ګر دولتي ودانيو ته ننوتلي دي او جګړه روانه ده چې اوس هم دوام لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دواړو دولتي ودانيو ته ننوتي بريد ګر په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او هلته يې په عسکرو بريدونه پيل کړي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکو هم په شيرزادو ولسوالۍ باندې د طالبانو بريد تائيد کړی دی خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.

په شيرزادو ولسوالۍ بريدونه په داسې حال کې کيږي چې طالبانو نن سهار د الفتح په نامه پسرلني عمليات پيل کړل او د هيواد په بيلابيلو سيمو کې يې په بهرنيو او داخلي سرتيرو بريدونه کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبر پاڼه کې د نن ورځې د بريدونه په اړه ويلي دي چې نن يې په ټول افغانستان کې ۹۳ بيلابيل بريدونه کړي دي او په وينا يې د بغلان د امنيه قومندان په ګډون يې ګڼ شمير سرتيرو مرګ ژوبله اړولې ده.

تبصرې (1)

  • دا هیڅ څه ګټه نکوې بلکه دا د تیرو څلویښتو کالو ناکامه تجربې دې چې طالبان او حکومت پلوي ډلې یې د یوې ګولې مړۍ لپاره په کار اچوې، په حقیقي توګه یوه ډله هم نه ددین خدمت کوې او نه د هیواد بلکه ددوي کړنې ددین او هیواد د لا رسوایې سبب کیږې