افغانستانخبرونه

خلیلزاد: د طالبانو نوي عملیات غندو او له افغان امنیتي ځواکونو سره درېږو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د طالبانو له لوري نوي اعلان شوي عملیات غندلي او ادعا يې کړې چې د طالبانو په منځ کې هم د یاو عملیاتو اړوند اختلاف موجود وو.

د غه عملیات چې د «الفتح» تر نامه لاندې تېره ورځ د طالبانو له لوري پيل شول زلمي خلیلزاد یې په اړه په خپل ټويټر لیکلي « د طالبانو دا اعلان د افغانانو له هیلو سره توپیر لري، تشدد او افراط د افغان سولې په برخه کې هیڅ مرسته نشي کولای بلکې افغانان به  لا زیانمن کړي او د سلګونو کسانو ژوند به واخلي».

خلیلزاد وړاندې زیاتوي « په داسې وخت کې چې ټول افغانان د سولې او افغانستان د ښې راتلونکې د ټاکلو لپاره سره یو ځای کېږي، د جنګ لپاره د طالبانو اعلان راښيي چې دوی لا هم په زړو لارو وران دي».

د خلیلزاد په خبره «زه د خپل هیواد امریکا له لوري د طالبانو یاد ګام غندم او د پاکستان ا وقطر په شمول له ټولو هغو هیوادونو چې په افغانستان کې سوله غواړي؛  هم د ورته ګام غوښتونکی یم».

خلیلزاد ادعا کوي چې؛ هیواد به یې له خپلو متحدینو سره یو ځای د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ درېږي او ټول ګوندونه به د مذاکراتو مېز ته راګډوي تر څو د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.

خلیلزاد په پای کې غږ کړی چې ټول اړخونه دې د افغانانو له وینو تویولو لاس واخلي او بین الافغاني مذاکراتو ته دې لار هواره کړي.

یاده دې وي چې؛ خلیلزاد داسې مهال د طالبانو له لوري پیل شوي عملیات غندي چې یوازې څو اونۍ وړاندې د ګډ حکومت له لوري د «خالد» په نوم نظامي عملیات اعلان شول، د یادو عملیاتو لپاره په جوړ شوي امنیتي پلان کې ویل شوي وو چې؛ روان کال به حکومت د طالبانو په له منځه وړلو تمرکز کوي او هڅه به کوي سیمې ورڅخه تصفیه کړي خو ؛ خلیلزاد بیا یاد عملیات یوازې یو امنیتي پلان بولي او په وینا یې؛ یاد پلان تشنج ته لاره نه هواروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

خلیلزاد باید منافقت ونکړې د حکومت له لورې بلکه د دفاع وزیر خالد له لورې په خپل نوم عملیات پیلول هم دغومره د غندني وړ وو چې د امریکا په مالې او تخنیکي مرستو په لاره اچول کیږې، همدارنګه کله چې خلیلزاد په ځان کې دغه جرآت پیدا کړ چې د امریکا جنګي سیاست وغندې نو بیا باید د پنجابي شرابي جنرالانو دغه حوس هم وغندې چې لاهم د طالب او داعش په نوم ملیشو افغانان قتلوي. عام افغانان د دواړو ډلو له لنډغریو ستړې دې، عام افغانان د الله تعالی په ذات قسم خورې چې د یوې ډلې جګړه… نور لوستل »

ظلم، وحشت، دهشت اوج

د سولی په نوم چی دښمن کومه دسیسه، فریب او له دوکی ډکه لومه اچولی ده له منافقته ډکه تیرایستونکی عولوونکی لوبه ده تر څو د افغان ولس علماء کرامو د اخلاص ریښتونوالی څحه ناوړه ګټه پورته کړی افغان ولس په انتظار کی د وحشت دهشت لاندی وساتی؛ د سولی دوکابازی په دوران کی د افغان ولس ناموس لوټ شو، دښمن هر ورځ د هیواد په لر او بر کی د سر او دستار سړی په ډیر ظلم او وحشت سره وژنی. د افغان ولس مشران باید ډیر زیات ویښ، ځیرک او هوښیار ووسی، د سولی خبری باید زر تر… نور لوستل »

غوربندي

خليلزاده !

ته چې د طالبانو اعلان شوي عمليات غندې ولې مو د مفعول اسد خالد په نوم اعلان شوي عمليات ونه غندل!!

که له مذاکراتو په څټ شوی نو افغانانو ته کم خو تاسو ته به ډېر فرق پرې باسي.

طالبانو کرامو ته ښايي چې منافقو امريکايانو ته د حهادي عملياتو د تشديد تر څنګ د مذاکراتو د نهايي کولو لپاره محدود وخت وټاکي تر څو دې وحشيانو ته د لوبې غزولو موقع په لاس ورنکړل شي.

سید احمد

خلیلزاد کله هم د دولت کم عمل وغندی
ولی دخالد عملیات نه غندل ولی یی شپkی عملیات نه غندل
نن چی طالبانو عملیات اعلان کړل هغه غندی
خلیلزاد ته چی طالبانو وویل چی دا شپنی عملیات بند کی
هغه وخت خو ده ویل چی دا د دولت به امر کیږی
ولی هغه وخت ده دانسوالای کولای چی ویی غندی
وس ستاسو به سوله کی هم راته شک پیدا سو

سید احمد

#قضاوت!
وحشي امریکایان چې هره ورځ زموږ لسګونه هېوادوال په شهادت رسوي، کورونه مو په بمونو الوزوي،په دیني شعائرو او ناموس مو تېری کوي دا هر څه د سولې ضد اقدام نه دی!

خو مجاهدو طالبانو چې د خپل دین، هېواد او ناموس د دفاع په پار پسرلني عملیات اعلان کړل دا بیا د سولې ضد اقدام شو؟!

عبدالوا حد اڅګزۍ

مارکس دخلکیانواوپرچمیانو(منافقینوکمونسټانو)مرشدوایی ترهغه وخته درواغ وایاست چه ورته دروی می خلیلزادماته منافق درواغجن معلومیږی دصلح له خبروتراوسه کمه نتجه وتلی ده فقط امیدپرامیدآیادهلمند پاجعه دخلیلزاد په فکردافغانیت اوانسانیت سره سمون خوری آیابیله جهاده بله چاره سته هرڅوک چه داسی وحشت نه غندی انسان ندۍ بلکه درنده اوظالم دۍ.

وحیدالله غزنوي

دا چې نن د مسلمان پت او عزت خوندې نه دی دا د آی ایس آی د جعلي جهادونو برکت دې چې کفارو ته یې د راتګ چانس برابر کړ، د مسلمانانو سره جهاد اعلانول د شیطان حکم دی د رحمان نه او طالب لومړی پیل په مسلمان کړی ده

Karwan

غزنوي، ځه ورک شه بيعقل انسانه. چټيات دي شروع کړي او دبيدينه ګوډاګي حکومت لپاره دڅو دالرو په خاطر تبليغات کوي. دهلمند حال واخله پښتني بيوزله ښځي مو په ډيره نامردي سره د امريکايانو په مرسته زندان ته اچولي. دافغانستان ټول تاريخ مو بدنام کړاو تراوسه دومره بيعدالتي او نامردي په نړي چانه ده کړي. يو داسي عمل مو وکړ چه هغه په هيځ صورت کي به ونه بخشل شي. لعنت او دخداي غضب دي په تاسي بيناموسانو وي. کاروان

انجینر ظفرخان

رښتیا هم په داسی حساس پړاو کی د عملیاتو اعلانول جګړه لازیاته ګرمولی شی، ښه به داوه چی طالبانو له صبر او زغم څخه کار اخیسیتی وای، دسولی روانو هڅو ته یی پوره وخت ورکړی وای او خپل ټول تمرکز یی په سوله وای نه په جګړه

مجاهد

که ستاسی کورنی چا اشغال کړی وی ، خوانان دی وژنی او میرمنی دی بی عزته کوی تاسی به د جنګ د درولو خبری وکړی؟ د غلامی اداری د خالد عملیات خو تر الفتح د مخه او د طالب مجاهدینو به ضد اعلان شوی وو، د اشغالګرو رڼی او ړندی بمباری چه مظلوم اولس وژنی او او …. په اړه ویده یاست که وجدان مو کډه کړی

Karwan

ظفرخانه ته صبر او زغم کوه!!، نن ئي د هلمند ښځي درڅخه يوړي او سبا به د کندهار، کندوز، کنړ او… ښځي هم درڅخه يوسي، ته په خوب بده ئي، ځان بيدار کړه. امريکا چه زور نوي ليدلي نو خبرو ته به هيځ وخت نوي حاضر شوي!! کاروان

غمی،پښتین

کاروان ته،
دا دوه ښځی ته وینی،او په میلیونو شځی په دا جنګ کی په ځانمرګیو کی په بمباریو کی کونډی شوی واړه ماشومان ور پاتی شول ،هره ورځ په دا کونډو کی بعضی کونډی سپکی کیږی ځورول کیږی دا نه وینی؟
او داسی نور .جنګ راوان دی نوری هم ورک کیږی او هم سپک کیږی.
د سوله په ځای تاسو جنګ خلک ته ټولوی چه هله ښځی یی بوتلی ،راووځی.
جنګ یی د حل لاره نه ده،سوله کی هر څه خوندی کیدای شی .هم شځی هم ماشومان او نارینه،او الله ج فرماییلی دی چه سوله کی ستاسو خیر دی.

غ.حضرت

د پورته لیکنی په وروستۍ کرښه کی سهواً ( لاره نه هواروی) لیدلې کیږی چي په واقع کی دا باید ( لاره هواروی) وی.

الحاج استاذ بیانزی

که تاسی هغه اخری جمله یوځل بیا ولولی، سمه به وی هلته د خلیلراد د خبری نقل قول شوی. یعنی خلیلزاد لیکلی ( چه د غلامی اداری د خالد عملیاتو اعلانول تشنج ته لیاره نه هواروی )

جميل

وحشی غاصب کفارو او بګيل منافق مزدورانو يی تل د مجاهدينو عمليات غندلی دی او نورو بي ايمانو اوبيغرتو طفيليانو يی هم د ظالم کفارو خوا نيولی وی ، دا لړی دا ۱۴ سوه کاله همداسی راروانه ده .
مجاهدين او جهاد دوسته افغانان د چغالانو پدی غندلو چرت هم نه وهی خو د اسلام او د هيواد دښمنان نور هم ځانونه شرموی او ابدی هلاکت ته تياری نيسی .

غ.حضرت

د محترم انجنیر صاحب ظفر خان فرموده ډېره معقوله او پر ځای ده.
بله داچي خبره ددې یا هغه کار په غندلو او نه غندلو کی نده بلکه خبره پدې کی ده چي پر کلو او ښارونو باندی د حملو په نتیجه کی بېګناه انسانان ځپل کیږی او ددې ځپلو مادی ګټه د افغان وولس دښمنانو ته او ایمانی – اخلاقی زیان ئې ددې حملو عاملینو ته رسېږی.

الحاج استاذ بیانزی

دواړه اړخونه : یو اړخ امریکایی اشغلګر او بل اړخ خپلواکی غوښتونکی طالب مجاهدین دی ، د کابل غلامان د اشغلفګرو له خوا د برچی په زور د مظلوم اولس د غلامولو او استثمارولو د پاره تپل شوی. نو که ستاسی په نظر عام افغانان سوګند هم یادوی ( چه نه اشغلګر او نه مجاهدین په حقه دی ) نو بیا خو احمدشاه بابا، میرویس نیکه ، امان الله خان او داسی نور هم په ناحقه د انګریزانو سره جنګیدل او پرونی مجاهدین هم په ناحقه وو چه د روسانو د اشغال په ضد جنګیدل. د هغوی د جنګ وخت… نور لوستل »

مجاهد

ستاسی د ځینو نظریات هغه وخت سم وو چه داخلی جنګونه او یا مو نور اشغال کړی ( لکه انګریزانو چه د هند او امریکا لوی وچی په اخری وحشت غصب کړی ) خپلواکی اخستل کیږی ورکول کیږی نه. که مونږ د نورو حاکمان او اداره نه شو ټاکلی مونږ هم د نورو شتون او زمونږ غلامی دلته نه منو زمونږ خلک وژنی او میرمنی مو بی عزته کوی. ډلرو زمونږ د ځينو سترګی تر دی کچی پټی کړی چه د ناموس پروا هم نه لری. د کابل بادارانو د ښه سړیتوب له مخی د روغی چوړی د پاره په… نور لوستل »

Back to top button
18
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x