د هوواوې (پي ۳۰ او پي ۳۰ پرو) ۵۰ زره مبایلونه دیرش ثانیو کې پلورل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۸ل): تېره میاشت د چین هېواد مشهور شرکت (هوواوې) د ځیرک مبایلونو په لړ کې دوه داسې کامیابه مبایلونه وړاندې کړل چې د ایفون او سامسنګ نوي مبایلونه ماتولی شي، دغه مبایلونه یو شمېر بېلا بېلې ځانګړتیاوې لري.

اوس راپورونه وایي دغه مبایلونه کله چې په انلاین بڼه د خرڅلاو لپاره وړاندې شول نو په لومړي پړاو کې یې په یوازې لس ثانیو کې له ۳۰ زرو څخه تر ۵۰ زرو مبایلونه وپلورل شول.

د شرکت لخوا دا نه دي ویل شوي چې له دواړو څخه کوم یو مبایل زیات پلورل شوی، خو په ټولیز ډول هوواوې P30 او P30 pro مبایلونه چې هر یو یې بېلا بېلې ځانګړتیاوې لري او بیې یې د هر مبایل حافظې پورې منحصرې دي.

د راپورونو پر اساس دغو دوه مبایلونو په یوازې لس ثانیو کې تر ۲۰۰ ملیونه چینایي روپيو (۳۰ زره امریکایي ډالر) ګټلې دي.

له یوې خوا د امریکا حکومت لخوا پر هوواوې شرکت یو شمېر بندیزونه هم لګیدلي دي چې له کبله یې دغه شرکت له ستونزو سره مخ دی خو له بل اړخه یې د سامسنګ په څېر سترو شرکتونو ته ماتې ورکړې ده.

هوواوې پي ۳۰ (Huawei P30)

دغه مبایل ۶.۱ انچه ډیسپلی لري، د ۶ او ۸ جي ریم سره په ۶۴، ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي حافظې سمبال دی، دغه مبایل شاوخوا ۴۰ او د سیلفي کامره یې  ۳۲ میګا پېکسله ده، چې بیه یې شاوخوا ۷۹۹ یورو ده.

پي ۳۰ پرو (Huawei P30 pro)

دغه مبایل د عکسونو مینوالو لپاره په زړه پورې دی، شاوخوا ته ۴ کامرې لري چې یوه یې ۴۰، بله یې ۲۰، دریمه یې ۸ او څلورمه یې ۵ میګا پېکسله ده، چې د شپې لخوا په تیاره کې غوره عکس اخلي، ددغه مبایل بیه یې تر حافظې پورې منحصره ده، چې د ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظې ۹۹۹ یورو، د ۲۵۶ جي بي حافظې ۱۰۹۹، د ۵۱۲ جي بي حافظې بیه یې ۱۲۴۹ یورو ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د