ورزش

«وړتيا لرو چې په نړيوال جام کې سترې لوبډلې وننګوو»

نن ټکی اسيا: (شنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي ويلي چې په هند غوره ليګ کې لوبيدل به په نړيوال جام کې له دوی سره د فشار په حالت کې مرسته وکړي.

محمد نبي چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په څلورو لوبو کې ۷ ويکټې اخيستې دي او غوره اقتصادي توپ اچونه يې کړې ده، ای پي ايل د افغان لوبغاړو لپاره غوره بخت بولي.

نوموړي د يوه خبري کانفرانس له لارې زياته کړه چې په هند غوره ليګ کې په هر مهال توپوهنه يا توپ اچونه کول لوبغاړی له فشار سره عادي کوي او کولای شي ښه تجربه ترلاسه کړي.

«مونږ به په نړيوال جام کې بشپړ کوښښ کوو تر څو سترې لوبډلې وننګوو او پر وړاندې يې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو، که خدای کول په نږدې راتلونکي کې به په ټيسټ لوبه کې هم سترو لوبډلو ته ګواښ اووسو».

محمد نبي د خپلې لوبډلې لپاره په تېره لوبه کې هغه مهال وروستی اور ترسره کړ، چې سيال لوبډلې ۱۱ منډو ته اړتيا درلودله، نبي په سخت فشار کې هم غوره توپ اچونه ترسره کړه خو په پنځم توپ يې د ډيويډ وارنر خرابې ډګر ساتنې له کبله د يادو منډو دفاع ونشوه کړای.

نوموړي ددغه خبرو پرمهال د راشد خان او مجيب الرحمن په وړه وويل چې «هغوی دوه حمله کونکي توپ اچونکي دي چې هرمهال د ويکټو اخيستلو وړتيا لري، راشد خان په منځني او وروستيو اورونو کې او مجيب په لومړيو اورونو يا پاور پلی کې خطرناک ثابتيدلای شي».

محمد نبي زياته کړه چې يادو توپ اچونکو سره زه د دفاعي توپ اچونکو په حيث چې توپونه ميس کوم مرسته کوم، له يوې مخې به ويکټې واخيستلی شو او له بلې مخې به د زياتو منډو ورکولو مخه ونيسو.

د افغانستان ملي لوبډلې اوسني درې مهم سوکه توپ اچونکي په انګلستان غوره ليګ کې لوبيدلي دي، او د هغه حالت سره بلدتيا لري، د نوموړي په وينا چې نورو لوبډلو لپاره به افغان لوبډله ډيره ستونزمنه تمامه شي.

ياده دې وي چې محمد نبي او راشد خان هغه مهال د کرېکټ بورډ پر پريکړه توندې نيوکی وکړې چې د يو ورځنيو سياليو لپاره یې نوی لوبډلمشر وټاکه، ددوی موخه د نړيوال جام لپاره د لوبډلمشر بدلون پر لوبډله بد تاثير کول وو‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x