لغمان: د ولسي جرګې نوماند وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): په لغمان ولايت کې د ولسي جرګې د تيرو ټاکنو یو تن نوماند د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د شيرزاد صافي په نامه د ولسي جرګه نوماند او مدني فعال نن په دې ولايت کې په خپل بڼ کې د نامعلومو کسانو له لوري په دزو وژل شوی دی.

له پيښې وروسته بريدګر له سيمې څخه تښتېدلي دي خو ولايتي چارواکي وايي چې د بريدګرو د نيولې هڅې روانې دي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ وايي چې ياده پيښه يې تر تعقيب لاندې ده او ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې ده ترڅو د نوموړي قاتلين ونيسي.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د ټاکنو د کمپاينونو له پیله تر اوسه په وسله والو بريدونو او بمي چاودنو کې لسګونه نوماندانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي د وژنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د