افغانستان

بادغيس: طالبانو ۱۲۸ دولتي سرتيري خوشې کړي دي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو په بادغيس ولايت کې ۱۲۸ تنه نيول شوي دولتي سرتيري له بنده خوشې کړي دي او خپلو کورونو ته يې ليږلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ياد عسکر د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په مرکز د بريد پر مهال نيول شوي او تسليم شوي وو چې اوس خوشې شول.

احمدي ويلي دي چې ياد عسکر يې د دوی د مشرانو په امر د ترحم او د دوی له کورنيو سره د خواخوږۍ له مخې له بنده خوشې کړي دي او کور ته د سفر خرچ او کرايه يې هم ورکړې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوي يوې ويډيو کې هم ښودل کي چې کتار سرتيرو ته دوه تنه طالب مشران پیسې او برأت ليکونه ورکوي ترڅو هغوی خپل عادي ژوند پيل کړي او په راتلونکې کې ورته ګواښ نه وي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې ګڼ شمير دولتي سرتيري يا طالبانو ته تسليميږي او یا هم د جګړو په ډګر کې د طالبانو له لوري نيول کيږي چې طالبان يې بيرته دولتي ليکو ته د نه ستنېدو په تضمين خوشې کوي.

بايد وويل شي چې تيره اوونۍ هم د تير په څېر طالبانو يو ځل بيا د دولت په چوکاټ کې ټولو عسکرو باندې غږ وکړ چې له طالبانو سره له وسله وال ټکر او مقابلې لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته راوګرځي او دوی به يې د سر او مال د خونديتوب تضمين ورکړي.

طالبان دا سرتيري په داسې حال کې خوشې کوي چې تيره ورځ يې د الفتح په نامه پسرلني عمليات هم اعلان کړل.

تر اوسه دولتي چارواکو د يادو سرتيرو د خلاصون په اړه څه نه دي ويلي خو په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د يادې پريکړې هرکلی شوی دی.

د یادو سرتيرو ويډيو دلته کتلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

دا به طالبان له خپله شرمه ورکوي ځکه دا ټول مسلمان دې او د مسلمان پر ضد د جهاد اعلان کول یوازې د خوارجو خاصه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x