افغانستان

اجمل فائز د بلخ امنیه قومندان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): اجمل فایز د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون مشر جنرال نعمت الله ابراهیمي وايي، اشرف غني به ډېر ژر د هغه د مقررۍ فرمان صادر کړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې کورنیو چارو وزارت عبدالرقیب مبارز له پنځه ساعته جګړې وروسته د بلخ امنیه قومندان وټاکه.

عبدالرقیب مبارز چې پر وړاندې يې عطامحمد نور مخالفت وکړ، له ټاکل کېدو وروسته يې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرست وزیران بلخ ته لاړل او عطامحمد نور وویل چې پر «یوه هوکړه» سره رضا شوي دي.

Balkh-Raqib_Mubariz
عبدالرقیب مبارز، شاوخوا میاشت وړاندې له پنځه ساعته جګړې وروسته امنیه قومندانۍ ته ننوت

هغه د نوي کال په مناسبت خپاره کړي پیغام کې وویل، دواړه وزیران دې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، که نه دوی به يې پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.

ویل کېږي اجمل فائز تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت په استخباراتو او د دې وزارت ځانګړو ځواکونو کې هم دندې ترسره کړې دي.

هغه په نظامي برخه کې له ترکيې نه د دوکتورا او له انګلستانه د لیسانس سندونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x