افغانستان

ولایتي شورا: جګړه د کندوز ښار ته را رسېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د کندوز ځايي چارواکي وايي، جګړه د ښار څنډو ته را رسېدلې او طالب سرتېرو د ښار پر پوستو بریدونه کړي دي.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وايي، طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د ښار اړوند، زرخرید، چرخاب او شینوارو سیمو او همدارنګه د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بریدونه کړي دي.

هغه مني چې جګړه کې دواړو لورویو ته درانه زیانونه اوښتي، خو د تلفاتو د دقیقو ارقامو په اړه څه نه وايي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وايي، طالبانو د ښار په څنډه کې دوه پوستې نیولې دي او جګړه لا هم دوام لري.

د کندوز د حوزوي روغتون مشر نعیم منګل وايي، تر اوسه ورته د جګړې له ډګره ۵۰ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د غور چارواکي وايي دولینه ولسوالۍ کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان او شپږ عسکر وژل شوي او شپږ نور تپیان دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال طاهر افضلي ویلي، چې طالبانو شاوخوا پنځه عرادې پوځي نقلیه وسایط هم سوځولي دي.

طالبانو پرون «الفتح» پسرلني عملیات پيل کړل، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې ګڼ بریدونه ترسره کړي، خو د دې تر څنګ يې د عملیاتو په دویمه ورځ بادغیس کې ژوندي نیولي ۱۲۸ تنه عسکر سلامت خوشي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

آی ایس آی د امت اخبار په ګڼه کې اعلان کړی وو چې ډیر ژر به پر کندز او بادغیس په اصطلاح ددوي اتلان بریدونه وکړې او ددغه چارې د پاره امادګې لرې.

دغه دې افغانانو ته دا کال بیا د وینو توییدنې کال وګرزید ځکه غربي کفار او تور لینګیان لا هم زموږ په وینو نه دې ماړه

غمی،پښتین

جوړ تازه.
یو څو پوښتنی.
ایا امریکایان کندز کی شته؟نه نشته،
ایا اسراییل.انګریز،اروپایی په کندز کی شته؟نه نشته،
کلیساګانی شته؟نه نشته،
نو چه د کفر هیڅ څه نشته نو د جګړه د څه پاره؟موږ نه پوهیږو.
اذانونه کیږی.جماعتونه دریږی.ذکاتونه ویشل کیږی،حج فرایض ادا کیږی،نو په کندز کی جنګ د څه لپاره؟ګوره ټول مسلمانان دی،ټول مسلمانان قتل کیږی.
نتیجه.د جنګ جهاد نه دی،دا فساد دی.
طالیبانو جنګ کوونکیو بیرته راوګرځی.مه کندز ورانوی،او مه مسلمانان قتل کوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x