هره ګناه داسې ترک کولی شو‎

منيب الرحمان رحماني

د ګناه څخه د پرهیز لپاره انسانان دوه لارې مخکې نيسي يوه دا چې کوشش کوي د خدای ج امر ومني د هغه د مخالف حرکت ونکړي، يعنې هم نه غواړي د خدای ج او دده اړیکه خرابه شي هم ډارېږي.

دوهمه لار داده چې انسان د ګناه ضرر ويني، د ګناه هغه همدا اوس د هغه بدن ، روح او ذهن ته ورکوونکي درد او بې نظمي ويني نو ورڅخه لرې ګرځي.

په لومړی لاره کې حرکت تقليدي او د امر په سبب دی، داسې وچه وفاداري ډیر دوام نه کوي او اخر سر خوري، دلته لومړي کس دا اشتباه کوي چې دی فکر کوي خدای ج دده په ګناه کولو خفه کېږي، يعنې دی د ګناه د منع په حکمت نه پوهيږي صرف وايي امر دی ځکه نو دا دوام نه کوي.

او بل دا چې څومره ځان ساتي نور هم انسان هغه ګناه ته لا ډېر تږی کېږي، دا لار ډېر کم کار ورکوي هغه هم داسې که يو څوک داسې د زيات وخت د هر ډول ګناه لرې ګرځي ، دا سړی د ګناه په مکرر نشتون کې يو خاص سکون او داخلي کيفيت ترلاسه کوي بل ځل دا سړی که دا ګناه وکړي نو ټول کیفیت سکون هرڅه یې لويه ضربه خوري.

دوهم لاره کې انسان د ګناه ضرر فوري ويني د ګناه د نهی په حکمت پوه دی هغه پوهيږي چې ددې ګناه ولې منعه شوی پوهيږي چې که دا کار وکړی دده بدن او روح څه ضرر ويني.

مثلآ تر ډيره په پوهنتون او نورو بیروبار ځايونو يا هلته چې ښځې او نر يو ځاي وي د يو بل ته نه کتل يې ستونزمن دي، ډیری يو بل ته ګوري چې دا کتل نورو مرحلو ته زمينه مساعدوي.

ددوهمې لاری استفاده کوونکی انسان پوهيږي که دی دې ښځې ته وګوري نو ذهن يې فورا يوه ډرامه يو فلم جوړوي، فورا د هغه هغه آرامه داخلي روح او نړی په يو شی پسې زور کوي.

وروسته پوهيږي چې په بل قدم کې د نجلی سره سلام کلام کېږي او رابطه قايمېږي، کوم به چې دا کس نور خپل ټول ذهني آرامي له لاسه ورکړی او په يو شی پسې ذهن ټوله ورځ فکرونه کوي، ذهني سندری، فلمونه او حتی سکس به کوي.

ددې وروسته به ورو ورو دا دواړه ملګري شي اوس نو دا به مجبور وي يو دبل ومني يو بل هم فزيکي هم ذهني تغذیه کړي.

خو بيرته پوهيږي چې هيڅ يو خپل بدن او ذهن تر تله بل چاته نشي تسلیم کولي يوه ورځ د دواړو عصاب خرابېږي او په هرڅه پیښمانه کیږي.

اوس نو د دوهمې لارې کس دا دومره لوی عذاب ځانته نه جوړوي، هم د ذهن په ارام والي پاک والي کې ورو ورو داسې يو کيفيت ترلاسه کوی چې که بيا يې په دې شيانو کې واچوی داسې ورته ښکاري لکه يو نيويارک کې اوسېدونکي چې په هلمند کې دجګړې په منځ کې واچوې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د