
ویسا: حکومت قطر ناستې ته پر «دښمن پلاوي» لېږلو ټینګار کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه ویسا، د قطر بین الافغاني ناستې په اړه حکومت او سیاسیون پر دې ونه توانېدل چې یادې ناستې ته شریک پلاوی وټاکي.
د سرچینې په باور حکومت په لوی لاس غواړي تر لویې جرګې پورې د قطر ناسته له بېلابېلو خنډونو سره مخ کړي.
ورځپاڼه لیکي، حکومتي اړخ هڅه کوي چې سولهضد اشخاص په دې پلاوي کې شریک کړي، ارګ کې د مصالحې شورا په ناسته کې ګڼو حکومتي چارواکو دا وړاندیز کړی و، چې باید قطر ناسته کې «دښمن پلاوی» ګډون وکړي.
چې په دې پلاوي کې د امرالله صالح پر ګډون هم ټينګار کېده، خو د رهبري شورا وروستۍ دا پرېکړه کړې، چې سیاسیون به بېل او حکومت به بېل پلاوی یادې غونډې ته لېږي.
پرون یو ځل بیا دغه کسان سره را ټول شوي، چې د مطلب د لیکوال په وینا سیاسیونو ورته حامد ګیلاني او د ملي نجات جبهې مشر ډاکټر مجددي وړاندیز کړل، خو حکومتي اړخ بیا د هر یو تن په مقابل کې د پنځو ـ پنځو کسانو نومونه یاد کړل.
سرچینه زیاتوي، حکومتي اړخ «وخت تېرول غواړي، دوى د تاخيري حربو له كارولو سره غواړي چې د حكومت د لويې جرګې وخت راورسېږي او پلاوى لا نه وي ټاكل شوى.»
په ورته وخت کې نن ټکی اسیا ته هم یوې سرچینې وویل، چې د حکومت، د سولې شورا د ځینو غړو، استاد عبدرب الرسول سیاف او ګلبدین حکمتیار نظر دادی چې دا غونډه باید یا وځنډول شي، لغوه شي او یا هم په کوم بل هیواد کې جوړه شي.
د سرچینې په حواله په داسي وخت کې چې استاد سیاف په نظر یاده غونډه د افغان ولس په ګټه نه ده، باید مخنیوی یې وشي، استاد سیاف د «مصالحې شورا» په هغه ډلګۍ کې هم دی چې د سولې د خبرو اترو لپاره باید «سرې کرښې» معلومې کړي.
سرچینه زیاتوي د حزب اسلامي مشر حکمتیار بیا ټینګار کوي، چې غونډه د قطر پر ځای باید په اسلام اباد، ابوظبۍ او یا هم په جده ښار کې وشي.
ټاکل شوې د قطر بین الافغاني ناسته د روانې میلادي میاشتې پر ۲۱-۱۹ ترسره شي.
دا ناستی پاستی پدی نه ارزی چی دومره وشاربل شی ، آخری فيصله به يوازی د دی هيواد ساتونکی طالبان کوی نه پلورل شوی غلامان .
جميل وروره، په رښتيا هم چه دغه د دولت په چوکاټ کي ټول جنايتکاران دي اوبايد چه د سياست له صحني وشړل شي او ددوي دملي خيانت په اندازه محاکمه شي، دهغي ورځي په انتظار. په ډير درنښت کاروان