سکاټ مېلر: طالبان جګړې ته په سوله ترجیح ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو له لوري نوي پیل شوي عملیات غندلي او دا ګام یې د طالبانو په جګړه خوښونې تعبیر کړی.

تېره ورځ د طالبانو له لوري د «الفتح» نظامي عملیاتو تر اعلان یوازې څو ساعته وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند «ډېو بوټلر» له رسنیو سره په خبرو کې وویل « د طالبانو له لوري د نویو نظامي عملیاتو پیل غندو او دا ګام د سولې په وړاندې خنډ بولو».

نوموړي د سکاټ مېلر له خولې وویل « طالبانو په دې کار سره د افغانانو هیلې مړاوې کړې او و یې ښوده چې جګړې ته په سوله ترجیح ورکوي او د لا زیات تشدد لپاره زمینه برابروي».

بوټلر وړاندې زیاته کړه « موږ د سولې لپاره ډېر فرصتونه لرو او څلوېښت کلونه وروسته لومړی ځل سولې ته نږدې شوي یو خو؛ که بیا هم طالبان جګړه کوي نو موږ د افغان امنیتي ځواکونو تر شا درېږو».

په ورته مهال د ګډ حکومت د دفاع وزارت وايي چې؛ یاد عملیات ددوی په جنګي لیکو اغېز نه لري او طالبانو د خپلو جنګیالیو د مورال لوړولو لپاره اعلان کړي.

یاده دې وي چې د ناټو قاطع ماموریت داسې مهال د طالبانو نوي عملیات تشدد ته لاره هواروونکي بولي چې څه موده وړاندې د ګډ حکومت له لوري د روان لمریز کال لپاره د «خالد» په نوم نظامي عملیات اعلان شول او د یادو عملیاتو په پلان کې څرګنده شوې چې حکومتي ځواکونه به روان کال د طالبانو په له منځه وړلو او له هغوی څخه د ساحو په تصفیه کولو تمرکز کوي.

طالبانو په تازه خپاره کړي غبرګون کې ویلي، د امریکا د بمباریو، ملکي تلفاتو او ولسي وګړو پر زنداني کېدو سره لاس تر زنې نه‌شي کېنستلی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

میلرغواړی تنهاپه درواغواواوغولوونکوخبرودکفاروتسلط پرباتوره اوغیرتمند افغان ملت ملحدین اوکفارقابض وساتی تیرتاریخ یی هیردۍ چه انګریزانوددوی بادارانو،مغلو،روسیانومتجاوزینوته ایمانداروغیرتمندوافغانانوڅنګه شکستو نه ورکړی ووخوتاسوکفاروپه فریب اودوکه افغانستان له علمه اوتخنیکه وغور ځاوۍ که تاسی بادوره یاست شمالی کوریاباندتجاوزوکۍ سره له دی افغانان په اسلامی جهادی ایمان مجهزدی تاسی به لکه سپی دملحدینوسره له ملکه شړی،شهاد ت زموږآرزوده موږله شهادته نه ستړی کیږوخوستانجسان فوجیان به هم دجهنم وکندی ته وروغورځوو

جميل
میلمه
جميل

ميلره !
ستاسو سرونه د پروړو ډک دی او ړانده او کاڼه ياست ، که غواړی چی جګړی ته پلمی ولټوی ضرورت يی نشته همدا اوس هم په جنګ کی ياست څه مو د وسه کيږی او د تيښتی ناری ولی وهی .
پدی هم پوهيږی چی طالبان هر کال په همدی وخت نوی کلنی مبارک عمليات اعلانوی دا واری مو ولی سُخت ډير شو .
د طالبانو کرامو و غاړی ته ولس ورلويدلی کنه په زغرده يی درته ويل چی زمونږ جهاد پای نلری .