افغانستان

طالبان امریکا ته: ستاسې د بمباریو پر وړاندې لاس تر زنې نه‌شو کېنستلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ طالبانو د الفتح په نوم پسرلني نظامي عملیات اعلان کړل، چې په غبرګون کې يې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د غندنې تبصرې خپرې کړې.

سکاټ مېلر دا پر سوله د جګړې ترجیح او زلمي خلیلزاد بیا د سولې پر وړاندې زیانمن اقدام بللی دی.

طالبانو تازه په خپاره کړي غبرګون کې پر دې دواړو امریکايي چارواکو غږ کړی، چې د دوی د بمبار، شپنیزو عملیاتو او ملکي تلفاتو پر وړاندې لاس تر زنې نه‌شي کېنستلی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپاره کړي غبرګون کې امریکایانو ته ور یاده کړې، چې تاسې باید دا درک کړئ «چې دا جګړه ستاسو له خوا پرموږ تپل شوې ده.»

وړاندې زیاتوي: «له خپل سر، مال، ناموس، هیواد، دین او حدودو څخه دفاع کول د هر هیواد او انساني ټولنې حق دی، په تیره بیا افغانان په دې کار کې د نړۍ له هر بل هیواد څخه حساس دي او امتیازي حیثیت لري.»

طالبانو د حکومت له لوري د خالد عملیاتو د اعلان اړوند خلیلز اد او سکاټ مېلر ملاتړ ته هم اشاره کړې ده او زیاتې کړې يې ده، چې امریکا باید د مسؤلیت په درک سره «بشري جنایت بند کړي.»

د شپنیو عملیاتو، بمبار، ملکي تلفاتو، عام المنفعه او ښوونیزو بنسټونو د تخریب تر څنګ «د دوی پخپل اعتراف تر ۷۰۰۰ پورې بمونه په دې لنډ وخت کي زموږ پر خاوره غورځول شوي دي. نو اصلي بې باکه او غیر انسانی عمل دغه جنګي او بشري جنایات دي؛ نه د افغانانو روا مبارزه، دفاع او جهاد.»

طالبانو زیاته کړې چې د دې دواړو امریکايي چارواکو غبرګونونه د دوی کړنو ته متوجه کېږي «او د روانو جهادي عملیاتو د اعلان په اړه يې څرګندوني بې ځایه بولو.»

په ورته وخت کې ارګ هم دا عملیات «غندلي» او دعوه يې کړې چې دوی ته هم سوله مهمه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx