افغانستاننړۍ

کابلوف: خلیلزاد به څو ورځې وروسته مسکو ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، زلمی خلیلزاد به څو ورځې وروسته مسکو ته سفر ولري.

سپوتنیک؛ د هغه پر حواله ویلي، خلیلزاد به د امریکا، چین او روسيې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره شاوخوا دوولس ورځې وروسته مسکو ته ورسېږي.

سرچینه زیاتوي د خلیلزاد دا سفر د افغانستان په اړه د مشورتي غونډې لپاره پلان شوی دی، خو له نورو جزییاتو يې ډډه کړي.

زلمی خلیلزاد چې له خپل وروستي سفره تازه امریکا ته ستون شوی، ځینو سرچینو ویلي چې قطر ته هم رسېدلی او له طالب استازو سره يې لیدلي دي.

خلیلزاد کابل کې نږدې یوه اوونۍ تم شو او ارګ يې دې ته قانع کړ چې د سولې لپاره ملي پلاوی وګماري، خو تازه راپورونه ښيي چې سیاسیون او ارګ د ګډ پلاوي په جوړېدو یوه خوله شوي نه دي.

ویسا ورځپاڼه؛ د سرچینو په حواله وايي چې ارګ به خپل او سیاسیون به خپل پلاوی بېلابېل د قطر بین الافغاني غونډې ته ولېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x