
نړیوال دې جنګي اخلاق او عاطفه له طالبانو زده کړي
خالد افغان زوی
تیرې څو اونۍ د افغانستان په شمال لویدیځ کې بادغیس ولایت د سختو جګړو ډګر و، طالبانو د دې ولایت مهمه ولسوالي ( بالامرغاب) چې په حلقوي سړک پرته او له ترکمنستان سره پوله لري، د مرکز په شمول له عسکرو ونیوله. په دې جګړو کې سلګونه عسکر هم طالبانو ژوندي ونیول او یو شمیر عسکر چې د تيښتې لارې یې طالبانو نیولې وې ترکمنستان ته وتښتیدل او د تورغونډۍ پر لاره راستانه شول.
په داسې حال کې چې د هیواد په لراوبر کې د موسم په تودیدو سره د جګړې ډګر هم تود شوی، د کابل حکومت د خالد په نوم عملیات او طالبانو د الفتح په نوم عملیات اعلان کړ ي دي. بل اړخ ته امریکایي او داخلي عسکرو تر پخوا سختو وحشتونو ته لاس اچولی، هره شپه بمبارونه،چاپې، وژل، نیول او لوټماري جریان لري چې په هلمند کې له کورونو څخه د ښځو د تښتونې واقعه دغه حالت نور هم تریخ او بوږنوونکی کړ. خو د جګړې په همدې توده مرحله کې همدا نن د اپریل په ۱۳ مه طالبانو په بادغیس ولایت کې ۱۲۸ تنه هغه عسکر خوشي کړل چې څو ورځې وړاندې یې د جګړې په تاوده میدان کې نیولي وو.
د نیول شویو بندیانو خوشي کول کومه نوې خبره نه ده، اما دا به شاید په تاریخ کې ډیر لږ پیښ شوي وي چې د جګړې په تاوده ډګر کې نیول شوي سلګونه عسکر له دوه درې ورځې زندان وروسته پرته له جزاء ورکولو، محاکمې او حتی د نقدي مرستې په ورکړې سره احسانا خوشي شوي وي.
معمولا امریکایان او د کابل حکومت هم بندیان ازادوي، خو داسې مهال چې یو وار په کلونو کلونو د بګرام او پلچرخي محبسونه ورباندې تېر، په مزمنو ناروغیو یې مبتلاء او د رګونو وینه ور وچه کړي. داسې تر اوسه نه دي لیدل شوي چې امریکایانو او د اخلي عسکرو د جګړې په ډګر کې وسله په لاس نیول شوي طالبان دوه درې ورځې بعد خوشي کړي او د کرایې په ورکولو سره یې دخپلو کورونو په خوا لیږلي وي.
د طالبانو لخوا د ۱۲۸ تنه تازه نیول شویو عسکرو احسانا خوشي کولو دا خبره ثابته کړه چې طالبان هغسې نه دي لکه څنګه یې چې نړیوالې رسنۍ تعریفوي. هغوی د اسلام عالي اخلاقو ته ژمن او د رحم، عاطفې او بشردوستۍ له صفاتو برخمن دي.
دوه نیمې لسیزې وشوې چې نړیوالو رسنیو او د غرب تبلیغاتي دستګاوو څرخی اچولی چې طالبان دهشت ګر دي، قاتلان دي، بې رحمه دي، بې ګناه خلک وژني، د چا د سر او مال پروا نلري، د ښځو او ماشومانو حقوق پایمالوي او دغسې نور سل او زر تورونه د طالبانو په اړه تبلیغوي. مګر نن چې طالبان د جګړې په ډګر کې نیول شوي مسلح عسکر دومره ژر، په دومره اکرام او احسان سره خوشي کوي، نو ثابتیږي چې د غربي رسنیو تبلیغات هسې د عقدې او حسد خبرې دي چې هیڅ واقعیت نلري.
هغه طالب چې په جګړه کې نیول شوي دښمن باندې دومره رحم او لورېینه لري، نو تاسو قیاس کړئ چې د عامو خلکو، بې دفاع وګړو، ښځو، ماشومانو او ملکي وطنوالو په اړه به څومره له عاطفې او نرمۍ ډک چلند کوي. طالبانو په دې عمل سره وښودله چې هغوی د هر چا په نسبت د انسانانو ژوند ته ډیر احترام لري، هغوی د جنګ اخلاقو ته تر هر چا ډیر تعهد لري. د هغوی بشردوستي او عاطفه یوازې د ژبې پر سر او یا د ژنیو د کنوانسیون په شان په کوم کاغذي سند کې نه ده محصوره، بلکې طالبان خپل جنګي اخلاق او عاطفه په عمل کې ثابتوي نو ځکه په کار ده چې نړیوال د جنګ اخلاق، عاطفه، د بندیانو حقوق او بشر دوستي باید له طالبانو زده کړي. او متقابلا د طالبانو په نوم نیول شوي هغه بندیان خوشي کړي چې له کلونو کلونو د بګرام او پل چرخي په محبسونو کې بې پوښتنې پراته او کورنۍ یې په بیلتون کې ځوریږي
Aya tasi heer sawee soo wrazi makhki Mo hagha Engenir sanga waweshtay tasi da qasab zaman ma da Islam dawa kawe aw na da insanet da atafi tasi da panjab mazdoran faqat da afghanano wina toyawee bass!
TALIBS CAN NOT GET POWER IN 100 YEARS.
DO NOT KILL PEOPLES FOR THE ORDER OF ISI.
ZENDABAD AFGHAN CLEVER ARMY/POLICE.
ZENDA BAD DOCTOR ASHRAF GHANI
ZENDA BAD LOYEE AFGHANISTAN
جوړ په خیر؛
افغان زوی ته.
هیڅ کوم جنګ اخلاق .او عاطفه نه لری.یعنی دا چه جنګ کوی،او کسان وژنی ،نو په دا کی اخلاق او عاطفه له کومه شوه؟
وژنه ،چور چپاول ړنګول .څه اخلاق او کومه عاطفه ده؟