مختصر نبوي سیرت «لومړۍ برخه»

عبدالرحمن محمود

مقدمه

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسي لادینه ټولنه کي ظهور وکړ چي د هيڅ دین پیروي یي نه کوله، ملائکه يي د الله جل جلاله أولاد باله، د بتانو عبادت پکښي ثواب ګنل کیده، د بتانو عبادت و حقیقي رب ته د نږدي کیدو وسیله بلل کیدله [وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ] هغه کسانو چي د الله جل جلاله نه بغیر د نورو باطلو خدایانو عبادت کاوه هغوی دا تصور لاره چي دا مو و حقیقي رب جل حلاله ته نیږدي کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسي ظالمه ټولنه کي ظهور وکړ چي غيښتلي به کمزوری د ځان مریی کړی وو، شتمنو به د غریبو او ناداره خلګو د مجبوریت څخه په استفادي سود ورڅخه أخیسته، بي هوده او قومي أو تعصبي جنګونه پکښي أوج ته رسیدلې وه، د جاهلیت د دور باطل جنګونه چي تاریخونه په ډک دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسي ټولنه کي ښکاره سو چي فسادونه پکښي و انتهاء ته رسیدلې وه، فردې او اجتماعي زناءوې یو معمول وو، د نجونو اختطافونه پکښي بي شمیره وه، د هيڅ چا آبرو او حیثیت خوندي نه وو، ددې ټولو سربیره د لوڼو ژوندی ښخول او وژل یي د عار او شرم په خاطر یو مشهور عادت وو، قمارونه او شراب نوشي فخر ګڼل کیده، مګر دا ضروري نده چي د ټولنې هر فرد به په دي فسادونو مبتلاء وو، بلکي په عموم کي یو دغسي حالت حاګم وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر عربي سر زمین باندي و دنياء ته راغی، د عربو د مځکي آباد او زراعتي اطراف د خپلو عربو په لاس کي نوه، بلکي فارس او روم احباشو ورباندي تسلط درلوښت، ټوله عربي قبیلي او پلارګنۍ د همدي پردو تابع وي، په عربو کي داسي یو څوک نوو چي ددې متجاوزینو پر وړاندي خلګ و جنګ ته را وبولي بلکي عربو په خپل مینځي جنګونو او قهرمانیو او ظلمونو فخرونه کول، د یو معمولي سبب له أمله به یي تورې سره را وکاږلي او په سګونه به یي سره مړه کړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو د قبیلو په عزتمنه او پتمنه قبیله کي چي قریش دي، بیا د قریشو د قبیلي په هغه لویه او باوقاره کورنۍ کي پيدا سو، یتیم پیدا سو د پلار شفقت یي نه پيژاند، مور يي هم تر ډیره وخته ورسره پاته نسوه، د نیکه په ژوند یي هم سترګې یخي نسوي، دا ټوله په همدي خاطر چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د یتیم والي په هغه منتهی حالت کي قرار ولري، ددې ټولو باوجود یي د رفاه او په اقتصاد برابر ژوند هم نده کړی، د خپل أکا ابوطالب سره وو چي عیال او اولادونه یي ډیر وه مالي شتمني يي لږ وه، دا ددې لپاره چي رسول الله علیه وسلم د هر غمځپلي او تریخ ژوند لرونکي لپاره مقتداء او امام وأوسي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل قوم په مینځ کي ریښتونی لوی شو چي درواغ یي اصلا پیژندل نه، داسي أمین وو چي د خیانت تصور یي نه لاره، داسي وفاء دار وو چي غدر یي په ذهن کي وجود نه درلوښت، په خپله ټولنه کي په همدي صفاتو مشهور او پیژندل سوی شخص وو، کله چي پیغمبر سو خپل قوم یي دښمني ورسره اعلان کړه مګر یوه فرد هم دا ونکړای سوه چي د عیب صفت پکښي پیدا کړي، که د عیب صفت پکښي وای نو حتما به دده دښمنانو ورته کارولی وو ، کله چي د عربو د بازار ورځ وه نو دده دښمنانو سلا او مشوره سره وکړه چي محمد ته به کوم عیب لټوو چي څوک یي خبره و نه مني، نو بعضو وویل چي ساحر به ورته وایو ځکه چي دده خبرې دومره مؤثري دي چي وروره له وروره جلا کوي، میرمن له خاونده او ځوی له پلاره جلا کوي، بعضو وویل لیونی به ورته وایو، خو کله چي بعضو وویل چي کاذب او درواغجن به ورته وایو نو ټولو وویل چي موږ خو له ده څخه درواغ ندي تجربه کړي، دا صفت یي څوک نه راسره مني، نو ځکه د ټولو کافرانو اتفاق پر دې سو چي لیونی او ساحر به ورته وایو [ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ [ سورة القلم اية ٥١ ] دوی به ویل چي دا خو لیونی دی [قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ [ سورة الذاريات اية ٥٢ ]

له دې څخه د مؤمن لپاره دا درس دی چي له درواغو ځان وساتي، درواغجن سړی په ټولنه کي په هیڅ ډول محبوبیت او رسوخ نشي تر لاسه کولای، الله تعالی دي پر هر قدم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع را نصیب کړي.

نور بیا…..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د