غزل: هبة الله منتقم

هبةالله منتقم

سوله سوله نه غواړي جګړه کوي
پام پرې دوکه نشئ بهانه کوي

ټرمپ ته وایي پاته شئ چې لاړ نشئ
اوس په لږ پیسو هم ګذاره کوي

اوس یې هم زړه یخ نه دی پر دې خاوره
تښتي یرغلګر دا ترې ګیله کوي

داسې خدای وهلۍ اولس مشردی
تل د جنازې لمونځ کې سجده کوي

سرو وینو کې رنګ مو مسجدونه دي
دا هــر څه د بل په اشاره کوي

څنګه انتقام ورڅخه وانخلم
وګورئ بمبارد په مدرسه کوي

دا عسکرچې ته وایې غلام ندئ
وګوره چې جنګ له چاسره کوي

وایم هبةالله منتقم دوی ته
څه چې امریکا وایي هغه کوي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د بېچاره او مسکین انسان سره د منتقم صفت نه ښائي بلکه یوازی د ربّ الجلیل سره ښائي او د انتقام قدرت یوازی او یوازی هغه لایزال ذات لری او بس.