د سیدجمال الدین افغان وجیزې او په حال کې یې څرکونه

پوهنمل سید اصغر هاشمي

لیکنه د ګل پاچا الفت په څو بیتونو پیلوم چې د سید جمال الدین افغان په ستاینه کې یې ویلي دي:

میندې راوړې ډېر زامن ډېر اولادونه
یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي

د خلقت له کارخانې نه کله کله
په جهان پیدا یو بل شانې بشـر شي

د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې
نابغه فرزند پیدا د سید صفدر شي

«د الفت مرغلرې، ۲۲۲مخ)

د سید جمال الدین افغان لنډې ماناداره ویناوې، د وخت ټولنیز قشر ته خورا ښې خبرې درلودې. د راتلونکې پيش بیني یې کړې ده او د ماضي تجربې یې بیان کړي دي.

د ده ټولې وجیزې په لسکونو کلونو وروسته هم مهم نظریات او افکار دي او په ټولنې کې تطبیقیږي. اوس هم لرې نه ده چې د نورو پوهانو په شان د نابغه له خبرو زده کړه وکړو او په روزمره ژوند کې یې پلي کړو.

د سید وجیزه ده: «د بې عقلۍ له دلایلو یو دا دی چې سړی یوازې په عمر او زړښت ځان له بل نه بهتر وبولي.» «د افغاني سید جمال الدین خاطرات، ۳۶۹مخ»

په افغانستان کې اوس هم ځینې د عمر په لحاظ مشران ځان له کشرانو په دې دلیل غوره ګڼي چې د عمر ډېر کلونه پرې تېر شوي دي. عمر د نړۍ په ټولو کایناتو تېریږي، د بېلګې په ډول سل کلن غر، پنځوس کلنه ونه او داسې نور… خو د انسان عمر تیریدل باید په افقي ډول وي چې د سیر او سلوک په وسیله ځان هدف ته ورسوي.

د وروسته پاتې هېوادونو په ځینو ځایونو کې اوس هم د مشرۍ لپاره معیار ټاکنه د عمر په لحاظ ده. په کلي کې هغه مشر وي چې عمر یې ډېر وي. په کورنۍ کې مهم تصمیمونه هغه نیسي چې مشر وي. د مشرانو عزت په خپل ځای خو په ځینو مواردو کې باید پوهې ته ارزښت ورکړل شي نه عمر ته، نو له همدې امله زه وایم چې د پوهې مشرتوب د عمر له مشرتوبه بهتره دی.

د سید بله وجیزه ده: «تیږه تر هغه انسانه ښه ده چې بې له کوم علت نه کرار ناست وي.«تیر مخ، ۳۶۹»

انسان په کار او زیار له نورو ژوندیو توکو بهتره دی، خو بیا هم د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د نړۍ نور توکي هم کار کولای شي، د بېلګې په ډول غوایان ځمکې اړوي، موټر مو له یو ځایه بل ځای ته وړي او داسې نور… خو د انسان کار باید د فکر او پوهې سره اړیکه ولري. همدا حقیقي او فکري پوهنیز کار دی چې د انسان په دننیو او بهرنیو حسونو مشري کوي او ټول حسونه سمو کارونو ته رهبري کوي.

بله وجیزه ده: «د ملتونو بهترین موازین د هغوی اخلاق دي.»«تیر اثر، ۳۷۰مخ»

هره ټولنه خپل اخلاقي معیارونه لري او د هرې ټولنې پرمختګ د هغوی له اخلاقو څرکندولی شو. معمولا په وروسته پاتې هېوادونو کې اخلاقي معیارونه سم نه وي، ځکه چې ټولنه د انسان او انسان د ټولنې سره اړیکه لري او ټولنیزې ناخوالې د دې لامل کېږي، چې انساني اخلاق ناسم کړي.

ټولې اخلاقي ستونزې په انسانانو کې وي او د نیوټن د قانون پر بنسټ هر عمل عکس العمل لري او د دې نظريي پر تاييد انسان هغه معلوله پدیده ده چې د بېلابېلو علتونو پر بنسټ ښه او بد کېدای شي. کله ملا او کله بلا شي.

ګاندي جي وايي: «د یوې ټولنې اخلاقي معیار د هغه ټولنې د خلکو ترحم له حیواناتو سره یې معلومولی شو.» نو اوس هم افغانستان کې اړتیا ده چې اخلاقي معیاورنو ته پاملرنه وکړو.

د سید بله وجیزه ده: «د شرقیانو ډېر بد مرض په اتحاد باندې اختلاف او په اختلاف باندې اتفاق دی، په داسې حال کې چې ګواکې دوی اتفاق کړی دی چې متفق نه شي.»«تیر اثر، ۳۷۰مخ»

په اتفاق کې کامیابي ده، نو له همدې امله د لومړي ځل لپاره چې د پان اسلامیزم غورځنګ خپلې کړنې پیلوي، د دوی په موخو کې یوه مهمه موخه اتفاق دی. سید جمال الدین افغان، محمد عبده او په لسګونو داسې نور د دې غورځنګ غړي وو. دوی د سړې او تودې جګړې په وسیله غوښته چې ځان خپلو موخو ته ورسوي. په شرق کې ناپوهې ډېره ده نو ځکه دوی بې اتفاقه دي، چې د نابغه دغه خبره هغه پيش بیني ده چې نن هم تر سترګو کېږي. د پان اسلامیزم مانا د نړۍ ټول مسلمانان دي، چې یوه بنسټيزه موخه یې اتفاق او اتحاد غوښتل دي.

بله وجیزه ده: «کوم وخت چې د چارو مسولیت ناپوهانو ته وسپارل شي، احوال ناوړه کېږي.»«تیر اثر، ۳۷۰مخ»

تاسو شاهد هستۍ چې اوس هم زموږ په ټولنه کې مشري په بېلابېلو لاملونو ناپوهو خلکو ته ورکول کېږي. په ډېرو لوړو څوکیو
کې مې ناپوهان او په ډېرو بیچارګانو کې مې پوهان ولیدل. د استثنا پرته په ډېری ادارو کې د ناپوهانو د لاس لاندې پوهان کار کوي. که چیرې هر چا ته یې حق ور نه کړل شي، نو د سید خبره چې د ټولنې وضعیت به ورځ تر بلې خراب شي، چې افغانستان یې یوه ښه بېلګه ده.

سید وايي: «څوک چې د ځان له اصلاح کولو عاجز وي، بل به څنګه اصلاح کړي.»«تیر اثر، ۳۷۱مخ»

حدیث شریف مفهوم دی: چا چې ځان وپېژنده په حقیقت کې یې الله تعالی وپېژنده. د سید ارادتمن علامه اقبال په اسرار خودي او رموز بې خودي اثارو کې هم د خودۍ په اړه خبرې کړې دي، چې موخه یې د ځان اصلاح ده. دغه اصلاح د زړه څخه پېلیږي او بنسټيز رول پکې مغز لري.

خودي په حقیقت کې د انسان نوراني جوهر دی چې د انسان ارزښت ټاکنه او معیار ټاکنه د همدې خودي په وسیله کیدی شي.

د خودي نُور هغه نوراني رڼا ده چې په انسان کې وي، خو پالل کېږي او تربیه کېږي. کله چې انساني خودي په چا کې پيدا شي، نو بیا د ده ټولې جسمي اعضاوې سم کارونه کوي. د ده فکر، خیال او درک که ښه وي، نو د ده د خودي نماینده ګي کوي.

کله چې د انسان زړه جوړ شي، د زړه نه هدف د انسان روح دی، نو بیا په ټول بدن همدا روح سمه مشري کوي او که چېرې روح جوړ نه وي، نو بیا د بدن ټولې اعضاوې سم کارونه نه کوي. مخکې له دې نه چې یوه ګوټه بل ته ونیسو نو خپل اعمال باید سم کړو.

سید وايي: مظلوم ژوندی دی که څه هم مړ شي او ظالم مړ دی که څه هم ژوندی وي.»«تیر اثر۳۷۱مخ»

همدا مظلوم دی چې ظالم ته د ظلم کولو موقع برابروي. د پارلمان ډیری ظالمانو ته مظلوم رایه ورکوي. خو بیا هم سید په دې فکر کې دی چې ظالم مړ دی او مظلوم د دې لپاره ژوندی دی چې بې سببه له منځه تللی دی. د ظالمانو په اړه د سید نظر سم دی، ما ته د ټولو ظالمانو نه هغه مړي بهتره دي چې په قبرستان کې پراته او چا ته زیان نه رسوي.

بله وجیزه ده: «غرب په علم او عمل وړاندې تللی او شرق په خپل جهل او لټۍ ټیټ پریوتی دی.»«تیر اثر، ۳۷۱مخ)
د پرمختګ اسباب د پوهې او څېړنو سره اړیکه لري. عمل علم او پوهې ته لاسونه او پښې ورکوي او په حرکت یې راولي. ډېر ښه فکر، نظر او تیوري هغه ده چې د عملي کولو اراده یې ولرو او عملي یې کړو. د سید پر وینا چې غرب فکر کوي او د عمل جامه ورته اغوندي او شرقیان په خوب ویده دي او د ناپوهې پر بستر شپې ورځې سبا کوي.

د سید په ویناوو کې د راتلونکي زمانې پسمنظر بیان شوی دی او نن هم د هغه خبره سمه ده او د پوهې او کار په نسبت د غرب او شرق انډول برابر نه دی. شرق د غرب له څېړنو او لاسته راوړنو ګټه اخلي.

سید وايي: «په یو میلون خلکو کې دوه تنه هوښیار حکیمان له هغه یو زرو تنو نه ښه دي چې د هوښیارۍ او حکمت دعوه کوي.»«تیر اثر، ۳۷۲»

د نابغه د وینا پر تاييد یو پوهان وايي: «د اقلیت او اکثریت تعریفونه نوي شوي دي، نور نو سرونه نه شمېرل کېږي، مغزونه شمېرل کېږي!!! د افغانستان نفوس لږ و ډېر دیرش میلونه دی، که په دوی کې بشري سرمایه او یا هغه خلک وشمېرو چې په خپل فکر یې کار کړی دی. د وطن د جوړولو اراده لري او په کامله مانا سم انسانان او مسلمانان وي نو ډېر لږ کسان به پکې پیدا نه کړو، نو دومره ډېر بې علمه او ناپوهه نفوس ټولنې ته د ګټې پر ځای زیان رسوي. نن چې ډېری انسانان ناسم کارونه کوي لوی لامل یې ناپوهي ده. همدا پوهه ده چې د زړه نه سرچینه اخلي او مغزو ته یې لیږدوي او بیا ټولو حسونو ته لارښوونه کوي چې سم کارونه وکړي.

په پاي کې د ګل پاچا الفت د ستاینې په هغو بیتونو چې د سید جمال الدین افغان په اړه یې ویلي خپله مقاله پای ته رسوم وايي:

سرګردان وي په جهان هغه میړونه
چې د ټول عالم غمونه یې په سر شي

سر یې مه بوله بل نوم ورلره بویه
چې پیدا په کې لوی فکر لکه غر شي

نه دی مړ لوی پهلوان د دې جهان دی
هغه څوک چې مځکې تل نه رابهر شي
«دالفت مرغلرې، ۲۲۳مخ)

ماخذونه

ـ پوهنیار سید اصغر هاشمي، د الفت کلیات.

ـ پوهنمل سید اصغر هاشمي، سید جمال الدین افغان لنډه پېژندنه.

ـ پوهنیار سید اصغر هاشمي، غوره فکرونه.

ـ پوهنیار سید اصغر هاشمي، انسان څوک دی؟

ـ د افغاني سید جمال الدین خاطرات.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د