یوه ویده ماشوم ته!

ډاکټر احسان الله درمل

د بیدارۍ ورځې په خدای که وي ښه سم ویده شه!
چې ضمیرونه خوبولي دي ته هم ویده شه!

ته خو شبنم نه یې چې خوب وینې د ګل او د لمر
د ځان د ړنګ دیوال سایې ته لکه نم ویده شه!

ښار څه دی؟ بس خو یو ځنګل د ښیښه یي ماڼیو
درپسې راغی، هله خوري دې بنیادم، ویده شه!

د غشیو راج دی او لمبې تاو دي د ژوند له پاڼو
نه زمانه ده د کتاب نه د قلم، ویده شه!

هغه مارغۀ یې چې دې ښکار دی په حرم کې روا
ای ګنهګاره د عرب او د عجم، ویده شه!

په بې زړه سوي جهان کې څوک د ډاډګېرنې نشته
دلته غمخور د غمځپلیو دی خپل غم، ویده شه!

لکه دانه د سردمهرۍ تر کنګلونو لاندې
شې به راویښ که بدل شوی و موسم، ویده شه!