افغانستان

د ولسي جرګې د دارالانشاءرییس له هنده استعفا رالېږلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس خدای نظر نصرت له هندوستانه خپله استعفا رالېږلی او دی همالته پاتې شوی دی.

ښاغلی نصرت دوه کاله وړاندې پر فساد او اختلاس تورن شو، خو هند ته له سفر وروسته يې له هماغه ځایه يې خپله استعفا رالېږلې او تر دنده تېر شوی دی.

د ولسي جرګې د دارالانشاء مرستیال رحیم الله غالب ویلي، هغه خپله دنده پرېيښې خو پخپله نه دی راغلی.

د ولسي جرګې د کاري کال له پیله شاوخوا میاشت اوړي، خو د ودانۍ دروازه يې د ولسي جرګې د تېرو ناندریزو ټاکنو له امله تړلې پاتې ده،

د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال په تله میاشت کې وشوې، خو لا يې هم پایلې بشپړې معلومې نه دي، تر اوسه پورې نه زاړه وکیلان او نه هم نوي ځينې بریالي شوي نوماندان ودانۍ ته ننوتي دي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د حکومت نیم شریک دی، د وزیرانو شورا یوه غونډه کې په طنز وویل، که زموږ نفوس له چین سره برابر وای، نو د ولسي جرګې ټاکنې به «قیامت کې معلومېدلې.»

ښاغلی خدای نظر نصرت په ۱۳۹۰ل کال کې د د ولسي جرګې د دارالانشاء عمومي رییس وټاکل شو او تر هغه وړاندې يې په ښځو چارو وزارت کې هم دنده ترسره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طیب

پر رئیس چمچور پام کوی ھسی نہ چی ھغہ ھم دیو بادار ھیوادہ لاس درتہ ایلہ کړ‎ی۔ (شوړ‎یدلی غلامان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x