
امریکا؛ یو روزنیز مرکز کې ډلهییز قبرونه موندل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا په فلوریډا ایالت کې له یوې پېړۍ راهیسې فعال روزنیز مرکز کې ۲۷ پټ قبرونه موندل شوي دي.
بي بي سي د ځايي سرچینو په حواله لیکي چې دا مرکز په ۲۰۱۱ز کال کې بند شو، خو هلته ساتل کېدونکو کسانو څو ځلې شکایتونه کړي و، چې زور زیاتی ورسره کېږي.
د فلوریډا چارواکي وايي، دې روزنیز مرکز کې په بېلابېلو جرمونو ککړ کسان د روزنې لپاره ساتل کېدل، د دوی په وینا ډلهییز قبرونه دا په ډاګه کوي چې دوی پټ خښ کړل شوي دي.
د سرچینې په وینا د خښو شویو مړو شمېر نږدې سلو تنو ته رسېږي، خو ځينو څېړونکو ويلي چې که سمې پلټنې وشي، ښايي د ۳۰۰-۲۰۰ کسانو مړي وموندل شي.
د فلوریډا مسؤلینو په دې اړه د پلټونو غوښتنه کړې.