سياسي قوت نيول کيږي نه، بلکې ګټل کيږي

خالد رعد

پورتنی عنوان زما خبره نه، بلکې د هغو افغان نما څيرو د استادانو خبره ده چې نن يې زمونږ په هيواد کې د سياسي قوت د ترلاسه کولو په هدف هغو وحشتونو ته لاس اچولی چې نه د دوی په قانون کې روا دي او نه يې د دوی معلمين جائز ګڼي.

د قدرت دغه مجنونان فکر کوي چې قدرت د زور له لارې حاصلېدای شي، خو داسې هيڅکله نه ده.

امريکايي ليکوالانو: رابرټ ايل کارډ، جيمز اې ميډيروز او والټر ايس جانز په خپل کتاب (پوليټيکل ساينس) کې ليکلي چې: ځينې فکر کوي چې کله قدرت ترلاسه کړي؛ نو خودبخود به يې مشروعيت هم لاس ته ورشي، خو داسې هيڅکله نشي کولی. قوت ګټل کيږي، نيول کيږي نه.

سياسي قوت د ناپ او تول شی نه دی چې ترلاسه کړل شي، بلکې د خلکو (سياسيينو او رعيت) تر منځ تړاو دی. سياسي قوت، نه لکه بريښنا په ميګا واټ تلل کي او نه ګز کيږي، مګر ځينې بيا هم د قوت ترلاسه کولو خبره کوي، بس لکه په ملي خزانه کې چې ساتل شوی وي، چې دوی به يې په يوه شپه يا ورځ کې په پټه يا په زور تر ګورت کړي.

زمونږ په هيواد کې د قدرت ليونيان کټ مټ همدا عمل انجاموي او د خپلو استادانو پورتنۍ خبرې يې له ياده ايستلې دي، دوی کوشش پيل کړی چې د زور او د اولس ويرولو له لارې به په دې هيواد کې سياسي قدرت ترلاسه کړي.

کوم جنګي جنايتونه چې نن زمونږ پر مظلوم اولس باندې د اشغال خوښو خلکو لخوا د سياسي قوت ترلاسه کولو په هدف ترسره کيږي، د تاريخي مثالونو پر اساس ويلی شو چې د دې جناياتو پايلې به يې ډير ژر په يو شرمونکي انجام واړوي.

د دې واقعيت لنډ مثال زمونږ پر هيواد د امريکا يرغل دی، دوی او کورنيو ملګرو يې په لومړيو کې عقيده لرله چې واک يې تر ګورت کړ؛ نو سياسي قدرت به يې خودبخود په نصيب شي، مګر د ولس له منځه د راټوکېدلي کمکي ځواک ۱۸ کلنې مقابلې وښودله چې په دې هيواد کې واقعي سياسي قوت له چا سره دی. د هيواد په کچه د همدې سياسي قوت برکت دی چې نن همدغه کوچنی ځواک د نړيوالو سياسي ځواکونو کټاګورۍ ته ورنژدې شوی دی.

که په زور يا تزوير سياسي قوت ترلاسه کيدای، زموږ هيواد به اوس هم د پرنګ مستعمره وای، يا به مو د افغانيو پر ځای روبل چلول او يا به مو نن سباني سهارونه په امريکايي ګوډ مارننګ پيلولی، خو داسې نه ده.

په کابل کې ناست واکمنان کله نا کله تر واک لاندې سيمې ګز کوي او ادعا لري چې د هيواد ډيره برخه خاوره يې په لاس کې ده، دا د خپل حکومت د مشروعيت او سياسي قوت د شتون لپاره يو دليل ګرځوي، خو لکه چې مخکې مو وويل سياسي قوت او مشروعيت نه ګز کيږي او نه هم تلل کيږي، بناءً دوی بايد سياسي قوت په هغه GPS ګز نکړي چې تر لاس لاندې زمکه پرې ګزوي.

دوی که په شعوري يا غير شعوري ډول د سيمو لاندې کولو لپاره له زور او وحشتونو څخه کار اخلي او د حکومت د مشروعيت لپاره یې دليل جوړوي، دا يې ستره تيروتنه ده، چې بايد تکرار يې نکړي او هيوادوالو ته د راروانې سولې په مخ کې ځان خنډ نکړي، ګنې هم به يې دا ارمان سر نشي او هم به د تل لپاره د دې هيواد د ننني تاريخ لعنتي څېرې شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ تازه.
په نوره دنیا کی سیاسی قدرت نه نیول کیږی بلکه په لیاقت سره ګټل کیږی.خو
افغانستان کی سیاسی قدرت په زور نیول کیږی.او سیاسی قدرت ته راسیدو لپاره قتل.دهشت،چور چپاول هر څه روا ګڼل کیږی.
او سیاسی قدرت راسیدو لپاره د اسلام مقدس دین .او د اصحابو کرامو نومونو څخه استفاده هم کیږی.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

سیاست : د ټولنی مثبت تحول او ښه بدلون ته سیاست ویل کیږی، د ټولنی د امنیت، خپلواکی، سولی او سعادت د پاره پلانونه جوړوی او عملی کوی. مګر دجالی استعماری قدرتو سیاست د فتنی او فتنه د سیاست په ځای کاروی تر څو د دموکراتیکو حکومتو جانشین کیدو د پاره زمینه سازی شوی. د دی په ځای چه د دولتی لوی او کوچنیو چاوواکو د باره د هغوی د پوست په کچه یوه معقوله لایحه باید شتون ولری چه په اسلام کی دغه لایحه د مجتهدو، بااستعدادو او متقی علماوو د شوری له خوا جوړه او چارواکی د هغی… نور لوستل »