هندوانو د غوا پر پوست کولو یو تن وژلی او ۳ تنه یې ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): په هندوستان کې د کال ۲۰۱۵ راهیسي د تېر کال ۲۰۱۸ تر پایه پوري هندي سخت دریځو د غوا په په ملاتړ ۴۴ تنه وژلي دي او په لسګونو تنه یې نور ټپیان کړي دي.

په یوه تازه پيښه کې چې تېره پنجشنبه د هیواد په ختیځه کې د چرخند (Jharkhand) په ولایت کې را منځته شوه، هندو سخت دریځو پر عیسایانو هغه وخت برید وکړ کله چې هغوی یوه غوا تر حلالولو وروسته پوستکی کوله، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقوقو د څار سازمان ویلي چې د غوا اړوند پيښو کې د کال ۲۰۱۵ څخه بیا تر تېر کال وروستیو پوري لږ تر لږه ۴۴ تنه وژل شوي دي.

د چرخند پولیسو یوه افسر ویلي چې په چړو، برچو او لرګیو سمبال هندوانو هغه وخت برید وکړ کله چې یو شمیر کسان د غوا په پوست ایستلو بوخت وه.

نوموړي ویلي چې د پيښې په تړاو یې ۳ کسان نیولي او ۵ کسان نور تښتېدلي دي.

د حقوق بشر د څار سازمان وايي، له هغه راهیسي چې په هندوستان کې د نریندرا مودي حکومت راغلی، د مسلمانانو او عیسایانو پر ضد ورته پيښې زیاتي شوي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې مذهبي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په هندوستان کې د تیرې پنجشنبې څخه د نوي حکومت لپاره انتخابات پيل شوي دي چې د مئي میاشتې تر ۱۹مې نیټې پوري به ادامه ولري او داسي تمه کیږي چې یو ځل به یې بیا د نریندرا مودي هندو سخت دریځه ډله وګټي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زموږ ځینی وطندارانو د غوائي د اوومی او اتمی وروسته د غوائي کړنی تر سره کړې خو دا بدبخت هندو د غوائي زوی د پېړیو راهیسی د غوا او غوائي په لکۍ کی بند دی او جالبه داده چي غوائي صفته لیبرالیزم ته پر دې کارونو حتی خندا لا نه ورځی ژړا خو پرېږده.