افغانستان

کندهار کې په بهرنيو عسکرو د ماين چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه بهرني عسکر ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنيو ته ويلي چې د ډنډ ولسوالۍ په ميانجوی سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په موټر د سرک د غاړې ماين چاودنه وشوه چې دوه بهرني عسکر په کې ټپيان شوي دي.

که څه هم عزيزي د ټپي عسکرو هويت په ډاګه نه کړ خو په جنوب کې د بهرنيو ځواکونو له رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټپيان شوي عسکر د رومانيې هيواد دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د چاودنې مسووليت منلی او ويلي يې دي چې د بهرنيو عسکرو په موټر چاودنې له امله په موټر کې سپاره ټولو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ د الفتح په نامه پسرلني عمليات اعلان کړل چې په لومړۍ ورځ يې په ټول هيواد کې په بهرنيو او داخلي عسکرو ۹۳ بريدونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x