افغانستانخبرونه

پمپیو: افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه یو ورغلي، ښځې دې خپل غږ خپله پورته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل):د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وايي؛ موږ افغانستان ته د ملت جوړونې او د ښځو د حقوقو د تدریس لپاره نه یو ورغلي، ښځو ته ښايي خپل غږ خپله تر نورو ورسوي.

دغه څرګندونې پمپیو د امریکا په کانګرس کې هغه مهال وکړې کله چې نوموړی د افغان سولې په برخه کې د وضاحت ورکولو لپاره وروغوښتل شو او د کانګرس یوه غړي ترې وپوښتل ایا له طالبانو سره سوله به د افغان مېرمنو حقوق وساتي؟ پمپیو یې په جواب کې وویل: دا د افغانانو خپلمنځي ستونزې دي، افغانان یې باید په اړه پریکړه وکړي، ښځې دې خپل غږ پورته کړي او خپل حقوق دې له خپلې رهبرۍ وغواړي.

په دې سربېره د کانګرس یوه غړي وپوښتل، په داسې حال کې چې طالبان په افغان او امریکايي ځواکونو بریدونه کوي له هغوی سره خبرو ته اړتیا څه وه ؟ پمپیو څرګنده کړه « طالبان اوس د افغانستان په ډېره برخه واکمن دي او ددې هیواد مهمې سرچینې یې تر واک لاندې دې، ددې لپاره چې تشدد راکم شي موږ اړیو له طالبانو سره وغږېږو».

نوموړی همدا راز د افغان سولې په برخه کې د «ګډ حکومت» د منزوي کېدلو په برخه کې له پوښتنو سره مخ شو خو پمپیو دا ادعاوې ردکړې نوموړي وویل « موږ په ګډه دا پروسه په مخ بیایو، موږ لومړی له افغان حکومت سره سلا مشورې کوو او له هغه وروسته له طالبانو سره مېز ته کېنو».

یاده دې وي چې؛ امریکا داسې مهال په افغانستان کې له ملت جوړونې او د ښځو د حقوقو  د ورکړې په برخه کې له مبارزې انکار کوي چې؛ امریکا او ناټو ځواکونو هر وخت افغانستان ته د خپل راتګ هدف د افغانستان پرمختیا ، د ښځو د حقوقو ورکړه او په دې هیواد کې د تشدد ختمول ښودلي او خپل شتون یې په  افغانانو یو احسان بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

په افغانستان کی تل دافغانی میرمنو حقوق خوندی وه او خوندی به وی. دمیرمنو حقوق په اسلامی نظام کی تل محفوظ وی.کله چی په هلمند کی دوی میرمنی د القاعده په تړاو بوتلی سوی، دا د ښځود حقوقو مدافعان بیده وه، او که ګونګیان وه؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x