نظــر

پر “خالد” او “الفتح” عملیاتو یوه تبصره/بې حوصله ملګري دې یې نه لولي!

شفيع اعظم

د پسرلي له راتګ سره ټول افغانان، سیمه او نړۍ له افغانستان نه د سولې او څلوېښت کلن جنګ د پای خبرونو تمه لري.
خو حکومت د ټولو تمو او هیلو خلاف “خالد” نومي جنګي عملیات اعلان کړل او طالبانو هم په غېر سنجیده توګه په “الفتح” پسرلني عملیاتو ور بدرګه کړل. دا اوس څه مانا او څه پیغام؟

حکومت د همدغه اعلان او ترې وړاندې د سوله ضد دریځ له امله په نړیواله، سیمیزه کچه او کور دننه په بیساري توګه له مطلق تنفر او شدیدې انزاو سره مخ شو. اوس چې طالبان هم په ورته ټالونو زانګي نو تمه یې څه ده؟

موږ اوس په جنګي نه په سولیز فاز کې یو. سولیز فاز تر جنګي فاز په مراتبو حساس دی او دغه فاز کې معمولي اشتباه، احساسات او جوش کولای شي افغانستان د اوږدې جګړی پای پر ځای یوې بلې نوې څلوېښت کلنې جګړې ته ور ټېل وهي. تر ننه سیمیزه او نړیواله اجماع په دې توافق ته رسېدلې چې افغانستان کې باید نور سوله او امن وي. خو دا غوښتنه د هغوی له غوښتنې زیات د افغانانو انتخاب او ارادې پورې اړه لري که افغانان منطقي برخورد نکوي ښایي نړیوال په B پلان او یوه بل توافق ته ورسي چې هغه په افغانستان کې د جګړې دوام دی.

نړیوال او سمیز اختلافات نه تمامېدونکي دي. که افغانان خپلو کې جوړ نشي سیمه او نړیوال قدرتونه د خپلو اختلافاتو او زور ازمایئ لپاره همداسې یو بې مالکه مالک او بې سر پرسته ډګر ته اړتیا لري چې خپل منځي اختلافاتو زور او شخړي د نورو ملکونو په لګدمالۍ کې خړوبه کړي. دوی به هیڅ کله د خپلو اختلافاتو لپاره په خپله خاوره او وطن کې د یو بل خلاف جنګي تحرکات ونکړي. هو دوی کولای شي همدا جنګ د نورو په ملکونو کې د ډلو ټپلو په تقویه کولو سره وکړي او له هغه ځای یو ځان غالب بل مغلوب اعلان کړي. سوریه او عراق یې ښې بېلګې دي. پرته له دی چی د امریکا، روسیې، ایران او نورو ښکېلو لورو خپل خلک، خپل وطنونه او خپل اقتصاد خراب شي؛ جګړه یې په سوریایانو، عراقیانو او ایران بیا زموږ په افغانانو (فاطمیون + اجورتي قاتلانو) دا جګړه وګټله. اوس د عراق او سوریې په ځایي مخالف او موافق کې شیمه نده پاته چې د دوی جګړه پر مخ بوځي. نړیوال قوتونه یو بل ادرس ګوري. اوس به د نړیوالو قوتونو دغه اختلافات په لبیا، یمن او تازه را پورته شوي انقلابي سوډان کې سړېږي او یا هم که خدای مکړه افغانان له هوش نه کار نه اخلي، نو د دوی د خودخواهۍ له مله به افغانستان د دوی د جګړو راتلونکی لوبغالی او مرکز وي. ایران په بلک لیست کې د سپاه پاسدارانو له امله نیغ په کمین کې ناست دی. روسیه، چین او د نورو وضعیت په اړه به څه نه وایم چې کیسه اوږدېږي.

راځم اصل مطلب ته. ماته جالبه دا ده چې کله داکتر صېب غني سټیج ته پورته شي نو افغانانو ته د اقتصادي خودکفایئ وعدې ورکوي. طالبان هم په هره اعلامیه کې د ازادۍ، شرعي نظام، امن او عدالت د دوباره احیا شعارونه. د دواړو لورو داعیې او وعدې جذابې دي مګر دواړه باید په دې پوه شي چې دا هله ممکن او عملي کېږي چې افغانستان وژغورل شي.

دوی دواړه د سولې دغه حساس پړاو کې که په دغه ډول احساساتي او سوله ضد دریځ نیسي نو دا په لوی لاس د سولې جوړه شوې اجماع پاشل دي. ښایي امریکا تر ډیره حوصله ونکړئ او د خپلو ځواکونو په ویستلو او شاته تګ سره ممکن په لوی لاس کورنۍ جګړې ته ننوځو او کله چې په کورنۍ جګړه کې د افغانانو سر، مال او عزت تالا شي بیا دې پورته ټولې وعدې او دعوې اور واخلي.

موږ ټول پوهېږو چې نه حکومت د “خالد” او نه هم طالبان د “الفتح” عملیاتو له اعلان نه را ګرځولی شو؛ خو یو څه دواړه کولای شي چې د جنګي عملیاتو پر ځای دواړه لوري خپلې منابع او تمرکز سولیز باب ته ور سیخې کړي. سوله کولای شو دواړو افغان لوریو ارمانونه په ښه توګه مرفوع کړي. سولې اړوند دغه تاریخي فرصت نه ګټه اخیستل د هر افغان تاریخي او ایماني مسؤلیت دی. اجازه مه ورکوئ چې فضا نوره هم متشنجه شي. افغانان دې د “خالد” او “الفتح” عملیاتو زنده باد او مرده باد پر ځای د سولې اړخ ونیسي.

طالب، حکومت او امریکا مجبور کړئ چې دا څلوېښت کلنه جګړه او غوټه په همدې کال 1398 چې د استقلال (زمري اتویشتمې له سلیزې) سره سمون لري؛ په یو بل تاریخي ویاړ ونازوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

ملګری ته داووایه چه تادخلیزاداوامریکادصلح دخبروڅخه غیرله درواغووعدو څشی دافغانستان دآزادۍ اودکفارودظلمواوبمباریو ماسیوا حاصل کړی دی آیا دا ستاپه نظرممکن دۍ چه هغه زاړه ملحدین کمونسټان ددووملیونوافغانانو قاتلان بیاپرافغانستان حاکمان اومسلط پاته سی،نوبیادروسیی وایستلوته څه ضرورت وو چه دوه ملیونه افغانان شهیددیدل دلته دکفراواسلام جنګ دۍ دابه ترورځ ترقیامته وی ته بایداول دجنګ علت معلوم کی دوهم باید پوه سی چه حکومت په کمه عقیده دۍ اوطالبان په کمه عقیده دی نن په دنیاکی عقیده پر دین غیرله افغانستان اوایرا نه نده پاته هغه چه څه پاته ده هغه داسی نوټل (بی اثره)عقیده ده لکه ستا،دلته ددین دپاره ځوانان په… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه.
عام ولس د الفتح او خالید عملیاتو په مقابل کی د کرکه او نفرت عملیات اعلان کوی.
د کرکی او نفرت په دا معنی چه عام ولس هم له طالیب له هم دولت څخه کرکه او نفرت کوی .او د دواړو ورکیدو غوښتونکی دی،

غوربندي

هلکه شفیع اصغر صاحب ناسنجیده اعلان د گوډاګیانو وو،، چې له یوې خوا ځان په انزوا کې ویني او له بلې خوا د جنګ کاڼي ټولوي،،، تاسو د خلیلزاد په دود غږیدلي یاست چې د خپلو ګوډاګیانو اعلان شوي عملیات یې ونه غندل او د طالبانو کرامو هغه یې وغندل،،، او د خپلو ګوډاګیانو تر څنګ د ودرېدو ژمنه یې وکړه،،، خلیلزاد په دې کار د امریکایانو د دریمګړي رول کاملا نفی کړ،، او د طالبانو کرامو موقف چې د جګړې لوری امریکایان بولي تصدیق کړ،،،، د طالبانو د عملیاتو اعلان د مفعول خالد عملیاتو سره جوخت نه بلکه ددې… نور لوستل »

غمی،پښتین

غوربندی ته.
کله چه غمیزه او یا پیاله وهی.نو قلم څخه لږ فاصله نیسه،او د قلم عفت هم ساته.لیکنه کی ادابی لغاتونه استعمالوه.
اعظم صاحب ،د د ملک سرمایه ده،او لیکنه یی باید په زرینو کرښو ولیکل شی.

غوربندي

ووړکيه

له خپلو عينکو نورو ته مه ګوری،،،

ته به شايد چاپکو ته سره زر وايې،،،

سنګین

زما په اند یا دا لیکوال یو ناپوهه ده د حالاتو په اړه او یا د ده په اصطلاح یوه سنحیده لیکنه یی د اشغالګرو او د هغه د ګوډاګیانو په ګټه لیکلی. یو عصبی او لیونی ارګ مشر ته د صیب اصطلاح کاروی خو مقابل لوری ته په سپک (ناسنجیده) نظر کتلی.اجرتی لیکوال خو ښکر یا لکۍ نلري.

احمدرحیم

له دیره درده او غمه به دا ووایم چه که رښتیا هر لوری د قوت او پهلوانی دعوه لری نو افغانستان ډیری لویی لویی دښتی لری (بکوا ، آبدان دشت لیلیی نو مهربانی وکړی هلته زور ازمایی وکړی او عام ولس د خپلو جګړو په لمبو کی مه سوزوی ، دا ولس پریږدی چه لږ د آرام ساه واخلی چا په یو نوم او چا په بل نوم در په دره خاوری په سر کړ آخر تر کومه؟

مسعود

امارت ته یوه مشوره!
د سولې په نوم د هر فعال ماضي ښه مطالعه کړﺉ، هغه که فیض ځلاند دی، که شفیع دی که خیرالله او همداسې نور… ددوی اکثرو ماضي بېخونده و (دځينو اوسنی حال هم دپردې تر شا). مطلب دا چې د حساب خلک نه دي په یوه نیمه لیکنه یې تېروتل نه دي په کار. په درنښت

داکټر مسعود مليار

د هر عمل سره عکس العمل شته. داچى طالبان د سولى غوښتونکى دى او د سولى لپاره د ډيرو معلومو مشکلاتو سره سره نه ستړى کيدونکى هڅى کوى. که د وروستيو مياشتو بمبارد ماشومانو ښځو او بى ګناهو عوام قتل او حتى ناموس ته د سپکاوى خبرونه ولوستل شى نو دا به هر چاته په ډاګه شى چى د طالبانو د پسرلنى عملياتو اعلان يو منتقى عکس العمل دى او بس. آيا دوى ددى ظلم او زور په مقابل کى بى تفاوته پاتى شى؟ د سولى لپاره هر قدم د قدر وړ دى او سوله به انشاءالله راځى. تاريخ ښودلى… نور لوستل »

قلموابل

د مسعود صاحب د ليکني په تاييد ځلاند پخوا د آيساف د قواوو سره کار کاوه اوس هم ډېر پوه خلک د شک په سترګه ورته ګوري ، شينواري د پښتون خوځښت په نامه درې لکه افغاني له يوه شتمن کس څخه اخيستي وې او تله يې پر تېره کړې وه(خپلو ملګرو ته يې نه وې ورکړي). کله چي يې ملګري په خبر سول د شينواري سره يې جنجال سو او اوس يې هم تر منځ شخړه روانه ده. مطلب دا او داسي نور کسان مطلوب خلک نه دي. وماعلينا الا البلاغ..

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx