نړۍ

قاهره: دمصر د کورنیو چارو پخوانی وزیر په بند باندي محکوم شو

habib_adil(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۵) قاهره: دمصر دکورنیو چارو وزیر حبیب عدیل د ۱۲کلونو لپار په بند باندي محکوم شو او همدارنګه دمصر هیواد ستره محمکي پرنوموړي باندي یونیم ملیون پونډه  جرمانه هم ولګوله، دمصرولس له ډیره وخته دنوموړي د سزا په انتظاروو عدیل حبیب د حسنی مبارک په کابینه کي هغه کس وو چا چي دمصري ولس په وړاندي له سخت تشدد څخه کاراخیستي وو اودمصر ولس ونوموړي ته ډیر دکرکي په سترګه کتل، نوموړي باندي تور لګیدلی وو چي دډیموکراسی پلوه لاریون کونکو باندي یی دډزو امر ورکړی وو چیری چي دډزو له کبله څو تنه مظاهره کونکي وژل شوی هم وو.

شنونکي وایی کچیري پرنوموړي باندي دلاریون کونکو دوژلو تورونه ثابت شي، کیدای شی چي دمرګ له سزا سره مخ شي، حبیب عدیل دحسنی مبارک له کابینی څخه اول شخص ده چی محکمه کیږي اوپه بند باندی محکومیږي، دمصر دپارلمان پخواني ویاند، دمصر ولسمشر حسنی مبارک او دنوموړي دزامنو په اړه هم تحقیقات روان دي کیدای شي ډیر ژر محکمی ته راکش شي
بخت الرحمن بخت ………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x