افغانستان

د بلخ د هوايي ډګر د استخباراتو مدير وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د بلخ چارواکي وايي چې ددې ولايت د هوايي ډګر د استخباراتو مدير د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي چې د بلخ د هوايي ډګر د استخباراتو مدير احمد خالد تيره ورځ ناوخته د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

عادل وويل چې احمد خالد له مزار شريف څخه کابل ته په لاره و چې د سمنګان -بغلان په لويه لاره د چشمه شير په سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوی دی.

هغه ويلي چې طالبانو لومړی نوموړي ته د درېدو اشاره کړې وه خو هغه نه و درېدلی چې طالبانو پرې ډزې وکړې.

طالبانو تر اوسه د احمد خالد د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x