د بشر حقوقو کمېسیون د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې وروستۍ پریکړه غندلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې هغه پریکړه غندلې چې له مخې یې ددې محکمې له لوري په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څارنې کار ودرېد.

د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي « دوه کاله وړاندې کله چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنو امر ورکړ موږ د یادې پریکړې هرکلی وکړ او زرګونه شکایتونه، اسناد او د بشري حقوقو د نقض لاسوندونه مو راټول او یادې محکمې ته مو ولېږل».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « اوس د جنګي جرمونو محکمې په افغانستان کې د جرمونو د څېړنو د درولو امر ورکړی چې د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمېسیون یې غندي ا و دا اقدام د امنیت په برخه کې مرسته کوونکی نه بولي».

یاده دې وې چې؛ د تېر «۲۰۱۷» کال د نومبر په میاشت کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې خپلو څارنوالانو ته امر ورکړ څو په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو لاسوندونه راټول او وڅېړي خو د جنګي جرمونو د محکمې دا پریکړه هماغه مهال د امریکا د متحده ایالاتو له سخت غبرګون سره مخ شوه، د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په دې اړه وویل «د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې اقدام زموږ د هیواد د قانون ماتولو په معنی دی، زه ددوی په وړاندې د وېزو محدودیت اعلانوم ، موږ به چاته اجازه ورنکړو چې د امریکا او متحدینو د هغه پرسونل کړنې تعقیب کړي چې د خپلو ملتونو د دفاع په لاره کې جنګېږي».

پمپیو همد راز څرګنده کړه چې که یاده محکمه خپل چلند بدل نکړي، دوی به یې مالي سرچینې کنګل کړي.

د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته متحده ایالاتو د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې د سترې څارنوالي «بنسوډا» ویزه لغوه او امریکا ته یې  د نوموړې په راتګ بندیز ولګاوه.

د متحده ایالاتو دې د جنګي جرمونو نړیواله محکمه اړایسته څو د افغانستان په برخه کې کېدونکې څېړني ودروي، د یادې محکمې په وینا « د شرایطو د نشتون او له دې امله چې زموږ څېړنې د افغانستان د امنیت په برخه کې مرسته نشي کولای موږ خپلې څېړنې دروو».

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

یادې محکمې په وینا « د شرایطو د نشتون او له دې امله چې زموږ څېړنې د افغانستان د امنیت په برخه کې مرسته نشي کولای موږ خپلې څېړنې دروو». نه مرګ دي وي درباندي ! اصلاً تاسي د حق او حقيقت او د جرمونو د څېړلو قاضيان نه ياست، بلکي د مادياتو بنده ګان ياست . کله چي امريکې ستاسو د مالي سر چينو د کنګل کولو ګواښ در ته وکړ، پر خپلو ضميرونو مو پښې کښېښوولې . د خدای لعنت دي پر تاسي ټولو کفره فجره وو سي. دا تور که يوازي طالبانو ته متوجه وای، بيا به… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هم د بشر د حقوقو کمیسیون او هم جنائي نړیواله محکمه د استعمار د لمنی یوه برخه ده او فقط زرګری جنګ ئې رامنځته کړیدی.
د نړۍ دریمه برخه انسان په عمدی توګه د سختی لوږی سره لاس او ګریوان دی خو د بشر د حقوقو کمیسیون نوری بابولاوی ږغوی.

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

نړی واله محکمه او دبشر دحقوقو کمیسیون هسی یو شعاری نومونه دی چی د امریکا خلاف هیڅ هم نشی کولای امریکا په نړی کی دبشر دحقوقو سترماتوونکی هیواد دی چیرته ده کمیسیون دحقوق بشر چی د ګوانتامو بګرام او نورو زندانونو چی امریکا جوړ کړی اوهغه کردار اورفتار له انسانانو سره په کی روان دی چی هیڅ یو انسان ته د زغملو وړ ندی لعنت دی وی په هغو انسانانو چی له حقایقو سترګی پټوی ژوندی دی وی هغه انسانان چی د باطل وړاندی مبارزه کوی.