افغانستان

لویه څارنوالۍ: درې تنه انسان تښتوونکي اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د لویی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایی، د انسان تښتوني په جرم یې په دې وروستیو کې پر درې تنو د اعدام سزا تطبیق شوي ده.

رسولي طلوع نیوز ته ویلي، په وروستیو درېو کلونو کې چې ۳۷ تنه د اختطافي دوسیو له امله په اعدام محکوم شوي وو؛ له هغوی نه یې درې تنه اعدام کړي دي. خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، چې کله، چیري او څنګه اعدام شوي.

نوموړی زیاتوي چې په دغه دریو کالو کې د لويي څارنوالۍ لخوا څه باندي ۵۷۴ دوسیې بررسي شوي، چې تر ۱۰۰۰ زیات تورن کسان پکي نیول شوي، او په اړه یې قضايي تصمیم هم نیول شوی.

د جمشید رسولي په وینا، په دې کې تر ۷۰۰ تنو زیات له ۳۰ کالو څخه نیولي تر شپږو میاشتو په بند محکوم شوي دي.

رسولي زیاته کړي، په دې برخه کې قضایی او عدلي ارګانونو همدارنګه د پانګوالو له لوري د یوې جوړي شوې کمیټې په همکارۍ دا دوسیې څیړل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې ډیری هیوادوال په ځانګړې توګه د کابل او نورو لویو ښارونو اوسیدونکي په دې وروستیو کې د انسان تښتوني، وسلوالو غلاوو، ناڅرګندو وژنو او نورو بې شمېره جنایی پیښو د زیاتوالي له امله ډېر شکایت کوي.

څه موده وړاندي د صفی الله په نامه یو ماشوم اختطاف شوی و، چې بیا وروسته له تښتوونکو سره د پیسو د معاملې په بدل کې آزاد کړل شو. رسنیو د ماشوم له خولې ویلي چې هغه ته سختې شکنجې ورکول شوي.

له بلي خوا په نړیواله او کورنۍ کچه دا ادعا کیږي چې د افغانستان قضایی او عدلي ارګانونه ترحد زیات په مالي فساد کې ښکیل دي. چې د دوسیو پرڅیړلو یې خلک هیڅ باور نشي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx