د مسکو بين الافغاني غونډې يوه خوا (ارشيف)

د سولې سړې او د جګړې ګرمې خبرې

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند

د ارګ پرله پسې ناستې بې نتیجې شوې، بالاخره د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په کور کې سیاستوال را ټول، پریکړه وشوه چې قطر ته به د حکومت له استازو پرته ځي. پر حکومت پړه اچول کیږي، چې د افغانانو د خپلمنځي ناستې د ځنډ هڅې کوي، او د مذاکراتو لپاره سولې ضد څیرې معرفي کېدو باندي ټینګار کیږي، همدارنګه ځینو سرچینو راپور ورکړ چې استاد سیاف، انجنیر حکمتیار او استاد خلیلي هم د حکومت خوا نیولې او له طالبانو سره په قطر کې د مذاکراتو مخالفت کوي.

اوس چې نوي پکې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو خبره کیږي، له دي مخکې افغان حکومت د طالبانو د ځپلو او وژلو امرونه صادر کړل، د خالد په نوم عملیات یې اعلان کړل، او د طالبانو – امریکا او طالبانو – افغان سیاستوالو د سولې مذاکراتو مخالفت یې چې شونی وو، هومره وکړ. د امنیت شورا مشر په واشنګټن کې څرګندونې او د هغه په اړه د امریکا پریکړې، پرته له شکه د سولې مخ کې خنډ ګڼل کیږي.

د افغانانو خپلمنځي ناستې مهمې دي، ښاغلي حامد کرزي هم امریکا ږغ اشنا ټلویزون سره په مرکه کې ویلي: ” زموږ هڅه داده چې حکومت هم قطر کې د افغانانو خپلمنځې ناسته کې ګډون وکړي، هیله مې ده او غوښتنه مې ده، او که یې ونه کړي، موږ د سولې اړوند ملې هڅه پريښودلای نه شو، دا به جرم او خطاء وي. ”

په کار ده چې د سولې هڅې او د حکومت غوښتنې سره بېلې شي، همدارنګه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هم خپلې ځانګړې غوښتنې او هڅې لري، کرزي صاحب او ځینو نورو سیاستوالو ته په کار ده چې د سولې هڅې حکومت ته د رسیدو او په حکومت کې پاتې کېدو، واک غځیدو له هڅو څخه جلا وګڼي.

داسي معلومات شته چې تر لس زیاتو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هوډ کړي چې د ډاکټر غني ضد ائتلاف او هغه د جوزا پر لومړۍ نیټه له واکه لیري شي. ویل کیږي چې ملګري ملتونه او زلمي خلیلزاد هم له همدغو نوماندانو سره سر خوږولي، او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان لګیا دي چې نږدې د لس کسانو نومونه د راتلونکي موقت او یا سرپرست حکومت لپاره ملګرو ملتونو او امریکا ته وړاندي کړي.

بلخوا ډاکټر غني هڅه کوي چې په واک کې پاتې شي، کله چې د ولسمشر ټاکلي نیټه پوره کیږي، د ولسي جرګې مشر باید د حکومت سرپرستي په غاړه ولري، خو اوسمهال ولسي جرګه بیخي شته نه، نوبت د مشرانو جرګې مشر ته رسیږي، د مشرانو جرګې د وکیلانو وخت هم څو میاشتي وروسته پوره کیږي، یوازي انتصابي (یوه درېمه برخه) سناتوران پاتې کیږي، چې بیا د سنا مجلس مشرې قانوني حیثیت د لاسه ورکوي. قانون بیا د بهرنیو چارو وزارت ته صلاحیت ورکوي، او هغه هم خپله سرپرست دی، قانوني حیثیت نه لري، نو ددې لپاره چې د واک خلا ډکه شي، د ګډ حکومت مشرتابه د مشورتي لویې جرګې د لاري کیدای شي د خپل وخت د غځیدو هڅې وکړي، په داسي حال کې چې د ګډ حکومت شریک ډاکټر عبدالله، د ولسمشریزو ټاکنو پېژندل شوی نوماند حنیف اتمر او ډیری افغان سیاستوال د لویې مشورتي جرګې د جوړیدو له تشکل او جوړښت سره، په اوس وخت کې اختلاف کوي. همدارنګه طالبان چې د هیواد نږدې ۷۰ سلنه خاوره په کنټرول کې لري، له خلکو غوښتې چې یادې غونډه کې ګډون ونه کړي.

په دغسي یو حساس پړاو کې چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې نومونه هم په موقت ډول له تور لسټ څخه وایستل شول، طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ، د طالبانو د پسرلني عملیاتو مخالفت امریکا، افغان حکومت او افغان سیاستوالو وکړ، زما (لیکوال) له انده، کیدای شي طالبانو ځینو پېښو ته د غبرګون له امله به د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړي وي.

۱ – وار له مخه افغان حکومت د طالبانو ضد د خالد په نوم جګړيېز عملیات اعلان کړي.

۲ – د امریکا/ناټو درنې بمبارۍ، د ملکي کسانو وژنې، او په ځانګړي ډول د هلمند نادعلي ولسوالي کې له کوره د افغان میرمنو ایستل او کابل ته بندي له ځان سره وړل، کېدای شي یو مهم لامل وي، تر څو طالبان په ولس کې خپل نفوذ لا زیات وساتلای شي، او د خلکو غوښتنو ته یې ځواب ویلي وي.

۳ – د امریکا لخوا د طالبانو سره د ۶مې ناستې ځنډ، چې پر خپل وخت ونه شوه، او همدارنګه قطر کې د افغانانو خپلمنځي ناستې اړوند د ځینو کړیو لخوا د ستونزو او خنډونو ایجادول.

۴ – داچې د سولې خبرې لا هم د پریکړې درشل ته نه دي رسېدلي، د دې لپاره چې د طالب جنګیالو حوصله لوړه وساتل شي، نو طالبانو به د پسرلني عملیاتو اعلان کړي وي.

په کور دننه ستونزه دا هم ده چې سیاسي ګوندونه د حکومت او حکومت د دوی نظر د سولې اړوند نه مني، مګر حکومت د ټاکنو لپاره ځانګړي نیټه ټاکلای شي، خو د سولې مذاکراتي ډله په ۶ میاشتو کې نه شي معرفي کولای.

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ سولې مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو د حکومت د نه لیوالتیا له امله بین الافغاني تفاهم کې پرمختګ نه لېدل کیږي، او حتی خنډونه یې مخ کې ایجاديږي.

افغان حکومت به هر وخت ویل چې پرته له مخکې شرطونو د سولې خبرو ته حاضر دي، خو اوس بیا په سوله کې د سرو کرښو خبره کوي، په داسي حال کې چې په جګړه کې سرې کرښې ماتوي، خو په سوله کې بیا سرې کرښې لټوي، ، دا نو داسي ده لکه چاته چې وایې مستي په غلبیل کې درکوم.

د سولې مخکې خنډ د سیمې هیوادونو انديښنې او په ځانګړې ډول د قطر ناستې سره عربي هیوادو او هند مخالفت هم له پامه غورځول په کار نه ده، هند غواړي چې طالبانو سره د افغانانو خپلمنځي تفاهم ونه شي، بلکې طالب د حکومت برخه او په حکومت کې ادغام شي.

اخرالامر، د خلیلزاد پېغور حکومتي کسانو ته چې په جګړه کې ستاسي زامن نه وژل کیږي، او نه هم تاسي د هغو خلکو استازولي کوئ چې بچیان یې مري. بل ځای خلیلزاد وایې چې موږ (امریکایان) له جګړې خسته شوې یو، مګر ځواب کې یې افغان حکومت د سولې پر ځای پر جګړه ټینګار کوي.

خو بیا هم له ارګه دا ږغ را وځي چې په قطر کې نه، بلکي اسلام اباد کې دي غونډه له طالبانو سره وشي، دا نو لوی شرمونه دي، چې نور باید ارګ او ورسره ملګري پخواني سیاسي څیرې د سولې اړوند د افغان ولس حساسیت درک، او له خنډونو پيداکېدو لاس په سر شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د