افغانستانخبرونهنړۍ

پاکستان لا هم خپل فضايي حریم د افغانستان پر وړاندې تړلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): افغان چارواکي وايي، پاکستان لا هم له افغانستان څخه هند ته د تلونکو الوتکو په وړاندې خپل فضايي حریم تړلی.

تېره ورځ په همدې اړه د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر وربللی وو او له نوموړي یې غوښتي وو څو یاده ستونزه حل او  هند ته د تلونکو الوتکو په وړاندې هوايي حریم بیا پرانېزي.

یاده دې وي چې پاکستان خپل فضايي حریم له هند سره تر وروستیو لانجو وروسته په تېره فبروري میاشت کې وتاړه، که څه هم له دې بندیز څخه شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي خو لا هم یاده ستونزه نده حل شوې؛  چې له امله یې د کابل او ډهلي تر منځ د دوو ساعتونو لار شپږو ته اوږده شوې، د ټکټونو بیې درې چنده شوې او سوداګر  او مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې سربېره د فضايي چلند ادارې د راپور په اساس؛ په یوه میاشت کې ورته ۸ میلیونه ډالر زیان اوښتی او که چېرې ستونزه حل نشي، شاید ټکټونه نور هم لوړ شي او خلګ به بیا هند ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي.

د فضايي چلند ادارې چارواکو ادعا کړې چې دوی څو ځلې یاده ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې خو کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x