افغانستانخبرونه

عبدالله عبدالله: مشورتي لویه جرګه بې ګټې ده، ګډون نه پکې کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» د سولې په برخه کې رابلل کېدونکې مشورتي لویه جرګه تحریم کړې او د یادې جرګې رابلل یې یو بې ګټې ګام بللې.

د اجرائیه ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « له څه وخت راهیسې د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې جوړولو په اړه تصمیم نیول شوی، چې د یوشمېر کسانو په توظیف کولو سره یې د تطبیقي پړاو ځينې برخې هم مخ ته وړي دي، موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د «سولې مشورتي جرګې» تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه بولي».

یاده دې وي چې تر اجرائیه ریاست وړاندې هم په مشورتي لویه جرګه ګڼې نیوکې شوې او یاده جرګه د سیاسي مخالفینو د ګوښې ته کولو او د حکومت مشر لپاره د ټاکنیز کمپاین د هڅو برخه بلل شوې، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر «حنیف اتمر» د یوې اعلاميې په خپرولو سره یاده جرګه «سفارشي جرګه» بللې وه او ادعا یې کړې وه چې په دې اړه له سیاسي ګوندونو او مطرحو اړخونو سره هیڅ مشوره نه دې شوه.

یاده جرګه چې تمه ده په نږدې راتلونکې راوبلل شي، حکومت د طالبانو ګډون ته هیلمن دی خو؛ طالبانو وار له مخه یاده جرګه دسیسه بللې او له خلګو یې غوښتي څو د ګډون لپاره ورنشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x