ټکنالوژي

فيسبوك، واټساپ او انسټګرام په ناڅاپي ډول کار پريښی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د ټولنيزو رسنيو مشهورې پاڼې فيسبوک، واټساپ او انسټګرام په ناڅاپي ډول د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې کار پريښی دی.

د فيسبوک اړوند ټولنيزې پاڼې (تر فيسبوک مالکيت لاندې پاڼې) نن د يکشنبې په ورځ ناڅاپي بندې شوي او يا هم ستونزې په کې ليدل شوي چې په اړه يې يو شمېر کسانو د ټويټر له لارې شکايتونه کړي دي.

دغه ستونزه د نړۍ په بېلا بېلو خواوو کې شوې خو اروپايي هېوادونه ډير اغيزمن شوي، همدا ډول په جنوبي اسيا او منځني ختيځ سيمو کې هم ياده ستونزه موندل شوې ده.

ياده دې وي چې څه موده وړاندې هم فيسبوک او ددې اړوند ټولنيزو پاڼو د څه تخنيکي ستونزو له کبله ناڅاپي کار پريښی و چې وروسته دغه ستونزه د فيسبوک لخوا حل کړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

دا دومره مهمه خبره نده او بله زما فسبوک او واتس اف خو سم کار کور زه په اروپا کی یم لگ دروغ کم وایی مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx