جنتونه او د هغوی نعمتونه! «لومړۍ برخه»

لیکنه او راټولونه: مفتي حمد الله «دانشمند»

الحمد لاهله، و الصلوة علی اهلها. اما بعد: په پام کې لرم، چې د (جنتونه او دهغوی نعمتونه) تر عنوان (سرلیک) لاندې لیکنه په څو برخو کې – د الهي نصرت پر مټ – بشپړه کړم او له تاسو درنو لوستونکو او کتونکو سره یې د ثواب موندنې په موخه شریکه کړم. تاسو ګلونه یې د اسلامي خواخوږۍ په موخه په مشارکة (شېر کولو) او نشر کولو کې را سره مرسته وکړئ؛ ترڅو تر ډېرو مسلمانانو ورسېږي او تاسو هم په یاد ثواب کې را سره ګډون ولرئ.

له تاسو ګلونو، په تېره بیا د همدې اسلامي پاڼې له اداري او تخنیکي همکارانو نه، د زړه له تله منندوی یم، چې د همدې او دېته ورته دیني او اسلامي لیکنو په نشر کې را سره مرسته کوئ. الله پاک مو دنیوي او اخروي عافیت په برخه کړه!!

سریزه:

دا یو څرګند حقیقت دی، چې زموږ دنیوي ژوند یو الهي ازمایښت دی: که چا د الله پاک د اسماني زرین قانون په رڼا کې خپل ژوند لاره تر سره کړه؛ نو الله پاک هغه ته د آخرت هوسا، پراخ؛ له ښکلا او ځلا ډک ژوند ور په برخه کوي.

که څوک د هغه جل جلاله و یاد قانون ته ژمن پاتې نشي، یایې له اصولو او مقرراتو نه انکار او سرغړونه وکړي، یايي په عملي توګه ادا نشي کړای؛ نو هغه ته له دردونو، کړاوونو او بېلا بېلو عذابونو نه، ډک ژوند تیار کړل شوی دی؛ «الا ماشاء الله».

که څه هم، د آخرت ژوند زموږ له سترګو ګوښی، او له عقلي او فکري واک او ځواک نه، وتی دی؛ خو بیا هم له دې امله پرې باور او پوخ یقین لرو، چې الله پاک یې را سره د تلاوت شوې وحي (قرآن) او نا تلاوت شوې وحي (حدیث) په رڼا کې ژمنه کړې.

د بېلګې په توکه: په یوه نبوي حدیث کې راځي:

« …فإن لك مثل الدنيا وعشرة أمثالها… .»

الله پاک به تر ټولو د ټیټي درجې جنتي ته ووایې، چې ستا له پاره لکه دنیا لس ځله؛ دومره ارت جنت درکړل شو.

یاد انځور د همدې دنیوي، لنډ فکر په چوکاټ کې نه راځي. دا راز ټول جنتي نعمتونه د انسان د فکر او سوچ په دائره کې له دې امله نشې راتلای، چې هغه نه لیدلي، نه اورېدلي او نه یې په زړه تېر شوې.

د بېلګې په توګه: که څوک د مور په نس کې شته ماشوم ته ووایي، چې ستا د هستوګنې له ځای نه، بهر یوه ستره ارته نړۍ، بېلا بېل رنګونه، خوندونه، خوراکي توکي؛ جامې او … شتون لري؛ نو هغه به چورلټ انکار وکړي؛ تر څو دې ارتې نړۍ ته یې سترګې نه وي غړولې.

په قرآني آیتونو او نبوي حدیثونو کې، چې کوم هغه نعمتونه په ګوته شوي؛ کوم چې په دنیا کې هم شتون لري، لکه: انار، خورما، انګور؛ ودانۍ، خیمې او …، دا یوځې له هغوی سره په نومونو کې ورته والی دی او بس، د کمیت (څونوالي) او کیفیت (څرنګوالي) له نظره جنتي نعمتونه له دنیوي هغو نه، رغنده توپیر لري.

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه نه روایت دی، فرمایي:

«ليس في الجنة شيء يشبه ما في الدنيا إلا الأسماء.»

ژباړه: په جنت کې داسې څه نشته، چې د دنیا و یو څیز ته دي ورته وي؛ بلکې یواځې په نومونو کې ور ته ورته دي.

تېر ته په کتو، د لیکنې په اوږدو کې به لومړی د جنت له هغو نعمتونو نه، یادګېرنه کېږي، چې په قرآني آیتونو، نبوي احادیثو او د صحابه کرامو په آثارو کې یې وضاحت شوی وي.

په قرآني ایتونو او نبوي حدیثونو کې د جنتي حورو، غلمانو؛ قصرونو، خیمو؛ نهرونو، ویلو، چینو؛ درختو، مېوو؛ فرشونو، جامو، تختونو، چوکیو؛ شرابو او … بیان شوی، موږ د خپل ایماني وجدان له مخې پرې پوخ باور لرو.

دا هم تر لمر سپینه ده، چې د جنت لوړ او قیمتي نعمتونه مجاناً (مفت) نه دي؛ بلکې د نيکو او ښایسته اعمالو د شتمنۍ په بدل کې به یې تر لاسه کوو، لکه چې الله پاک په یو لړ ایتونو کې همدا سپارښتنه کړې.

دا راز به یې په دوهم پړاو کې د دې مجازي نړۍ له نعمتونو سره توپیر هم جوتېږي – ان شاء الله العزیز – علیه توکلت والیه انیب.

نور بیا…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د