افغانستان

پکتيکا وال: امنيه قومندان دې له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت يو شمير اوسېدونکو ددې ولايت د امنيه قومندان په خلاف لاريون کړی او د هغه له دندې لرې کولو او څارنوالۍ ته د معرفي کولو غوښتنه يې کړې.

سلګونه لاريون کوونکو چې د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې راټول شوي وو د ددې ولايت د امنيه قومندان غلام سخي روغ ليوني پر ضد يې نارې وهلې او هغه يې خاين او فاسد بللو.

لاريون کوونکو په دې ولايت کې د نوموړي له کړنو څخه ناخوښي خوښودله او ويل يې چې نوموړی په دې ولايت کې په غلا، پاټک اچونې او په ناقانونه توګه له موټرو څخه د پيسو په اخيستلو کې لاس لري.

دوی ويل چې امنيه قومندان د نويو سيمه ييزو قومندانانو د مقررۍ او په بيلابيلو دولتي چارو کې رشوت اخلي او نور دوی ته د منلو وړ نه دی.

د لاريون کوونکو له لوري په خپور شوي پريکړه ليک کې راغلي دي چې امنيه قومندان غلام سخي روغ ليونی دی له دندې لرې کړل شي او څارنوالۍ ته دې معرفي کړل شي او په وينا يې که داسې ونه شول نو دوی به خپلو لاريونونو ته نور هم دوام ورکړي.

د پکتيکا امنيه قومندان او ولايتي چارواکو د ياد لاريون په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې رسنيو راپورونه خپاره کړل چې د پکتيکا د پي ار ټي ټول وسايل او تجهيزات ددې ولايت د امنيه قومندان له لوري خرڅ شوي او پاکستان ته د کباړ په توګه اړول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه. دا چه دولت د خالید او طالیبانو د فتح په نوم عملیات کړل،نو عام ولس د کرکی او نفرت په نوم عملیات سمدلاسه اعلان کړل، مطلب عام ولس هم د طالیب او هم د دولت ورکیدو .پناه کیدو غوښتونکی دی، دا همدا اوس د پکتیکا خلکو د دولت امنیه قوماندان څخه کرکه نفرت څرګند کړی دی،او زر تر زر یی ورکیدل غوښتی دی، ډیر زر به د کرکی او نفرت عملیات د طالیبانو په ضد هم څر ګند شی. انشالله د خالید او فتح عملیات به تر اثر لاندی راوالی. او دواړه به له افغانستان څخ په تیښته… نور لوستل »

سخی ګل

دا قوماندان یعنی روغ لیونی یو اوژده د غلی جور اوفساد سابقه لری ّپه لوګر کی په زابل کی په روز ګان کی او داسی نور خو دولت هیڅ نه ورته وایی په تاسف سره

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x