مختصر نبوي سیرت: «دريمه برخه»

عبدالرحمن محمود

(د محمد صلی الله علیه وسلم کار او کسب، او سفر یي و شام ته)

أبو طالب په اقتصادي لحاظ ناتوانه وو، عیال او اولادونه یي ډیر وه، د ګټې او کسب څوک یي نه لاره، دغه حالت رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړکتوب په حالت کي محسوساوه، له همدې کبله یي له خپل أکا أبوطالب څخه وغوښتله چي اجازه د کار أو مزدورۍ ورکړي، مګر ابو طالب په دي خوښ نه وو احتراما او تقدیرا چي محمد ( صلی الله علیه وسلم) مزدوري وکړي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیره الحاح او تأکید کاوه چي باید یو کار وکړي نو مجبورا ابو طالب هم اجازه ورکړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکي د کورونو پسونه پوول شروع کړه په یو څو روفیو باندي، حدیث شریف کي راځي (مابعث الله نبيا إلا رعى الغنم، فقال اصحابه وأنت؟ قال نعم كنت أرعاها على قراريط لأهل مكة) الله جل جلاله داسي یو پیغمبر ندی رالیږلی چي هغه دي پسونه نوي پوولي، صحابه کرامو ورته وویل یا رسول الله تا هم پسونه پوولې؟ ده ورته وویل هو، ما هم د مکي پسونه د یو څو روفیو په بدل کي پوولي دي.

ابن حجر رحمه الله لیکلي دي چي حکمت په دي کي دا دی چي الله جل جلاله د ژوند له پیله أنبیاء کرامو ته د أمت د پالني تربیه او إلهام ورکړي، ځکه چي پسونه په طبعیت کي سره پاشل کیږي هر یو پر یوه لاره ځي بیا لیوان ورته منتظر وي چي څنګه یي ښکار کړي، ددې ټولو مسئولیت بیا د شپون په غاړه وي، په همدي ډول الله جل جلاله و أنبیاء کرامو ته له ابتداء څخه د مشکلاتو تحمل او د مسئولیتونو تدريب او تمرين ورکوي.

کلونه تیر شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوانۍ و مرحلې ته په نږدي کیدو وو، ابو طالب نور دا نه خوښول چي محمد( صلی الله علیه وسلم) پسونه و پووي، باید د قریشو د کلیدي عمل چي تجارت وو محمد ( صلی الله علیه وسلم) ورسره بلد شي.

أبوطالب و شام ته د تجارت لپاره د سفر اراده وکړه، پر رسول صلی الله علیه وسلم د ابو طالب فراق او بیلتون ګران وو، ابو طالب هم دا محسوس کوله، نو ځکه یي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځان ملګری کړ.

لکه څنګه چي طبعا سفر د انسان اخلاق، ښیګڼې او بدۍ ښکاره کوي، نو ابو طالب هم پر لاره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسي محسوسوله لکه یو مشر او مدبر تجار چي ورسره وي، او باخبره او بادرایته عمر رسیده ملګری چي ورسره وي، او د یو لوی زړه څښتن او د لوړ عقل خاوند او د کمال شفقت څښتن رفیق چي ورسره وي، ابو طالب دي حالت ډیر خوشحاله کاوه او دا یي یقین وو چي دا وراره به مي حتما د قریشو سید او مشر جوړیږي ( خبر نه وو چي هغه به یواځې د قریشو نه، بلکي د ټولو مخلوقاتو سردار جوړیږي) خلاصه دا چي د تجارت قافله و ” بصری الشام ” ته ورسیدله، هلته به معمولا یو بازار جوړیده، هلته ابو طالب د یوه راهب او پاپ چي نوم یي ( بحیرا) وو، د هغه سره یي ملاقات وسو، هغه له ابو طالب څخه پوښتنه وکړه چي د عربو په ښارونو کي کوم پیغمبر ظهور نده کړی؟ ابو طالب ورته وویل چي تر أوسه پوري خو کوم داسي څه ندي پیښ شوي.

راهب ورته وویل چي موږ په خپلو مقدسو کتابو کي لیدلي دي چي د آخرین پیغمبر د ظهور وخت را نږدي شوی دی، بیا یي ابو طالب ته وویل چي دا نَوَکَیْ ځوان څوک دی چي درسره دی؟ هغه ورته وویل چي دا مي ځوی دی( عربو به وراره ته هم ځوی وایه) راهب ورته وویل چي دا ځوان ژر کور ته بوزه، شاید څوک یي وپیژني کوم تکلیف ور و نه رسوي، ما ته په مستقبل کي ددغه ځوان یو غټ مهم شان او حیثیت ښکاري، ابو طالب ته د راهب خبره د هغه د فکر نور هم تأکید او اطمنان وو، ابو طالب هم په تلوار سره قافله و مکي مکرمي ته را و ګرځوله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یي محبت تر مخکي ډیر زیات سو، حرص یي ورباندي پیدا سو، و مکي ته د راتلو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم و خپل عادي ژوند ته ور وګرځید، د خپل قوم په مینځ کي یي ژوند کاوه، تعامل یي ورسره یو ځای کاوه ، خپل قوم هم په کامله توګه وپیژاند، دده اخلاق او امانت داري او وفاء ور معلومه سوه.

نور بیا….

المصادر والمراجع: التاريخ الإسلامي، سيرة ابن هشام، طبقات ابن سعد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د